۸صبح، کابل: زهرا وندا د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو لپاره په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو د شپږمې استازې په توګه ټاکل شوې ده.
د پرمختګ لپاره د افغانانو فکري بنسټ (APT) جمعه د لړم پر ۱۵مه د سویس د جینوا ښار، د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د افغان ځوانانو د استازي ټاکلو بهیر وروستی پړاو ترسره کړی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو د استازولۍ پروګرام په ۲۰۱۸ کال کې «د پرمختګ لپاره د افغانانو فکري بنسټ» لهخوا پیل شوی دی.
د ټاکنو په پلاوي کې د افغانستان د عامې روغتیا پخوانۍ وزیرې ثریا دلیل، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مسوولې هیدر بار او د پوهنې او پراختیا په برخو کې د فعالو بنسټونو استازو ګډون کړی و.
د دغه پروګرام پر بنسټ به زهرا وندا د خپلې دندې په موده کې د افغانستان دننه او بهر له ځوانانو سره اړیکې ټینګوي او د هغوی نظرونه، لومړیتوبونه او وړاندیزونه به راټولوي.
ټاکل شوې چې نوموړې به د ځوانانو دا لیدلوري له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نورو نړیوالو بنسټونو سره شریکوي.





