• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

ننګرهار کې د مطالعې فرهنګ دودولو ته نوې لارې چارې

زمان سهیل

 زمان سهیل زمان سهیل
۸ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۰ - ۲۹ جون ۲۰۲۱ [t_time:1624944721]
ګرځنده کتابتون

ګرځنده کتابتون

ننګرهار کې یوه ډله ځوانانو نوښت کړی او ګرځنده کتابتون يې پرانیستی، دوی دغه ګام د دې لپاره اوچت کړی څو ځوانانو کې د کتاب لوستنې کلتور ژوندی کړي.

دا ګرځنده کتابتون یوه کوچني موټر کې جوړ شوی، چې پر شاوخواوو يې ښکلي پيغامونه هم لیکل شوي دي.

د دې کتابتون جوړېدو نوښت کامه کې د هېواد خیریه بنسټ په نوم یوې ټولنې کړی، چې مشري يې د الهام یاسیني په نوم یو شخص کوي.

الهام یاسیني ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې دې کتابتون کې د مصر هېواد ډېر تاریخي کتابونه هم شته، چې د دغه هېواد د سفارت په مرسته يې رالېږدولي دي.

یاسیني وویل: «مصر کې د دوکتور محمدآمان کتابتون ؤ چې کتابونه يې د سفارت له لارې مونږ ته راواستول. د دې ګرځنده کتابتون پرانیسته مونږ څو ورځې مخکې وکړه. موخه مو د مطالعې فرهنګ دودول دي».

هغه وايي، د دې ګرځنده کتابتون اصلي کار به دا وي، چې پر ښوونځیو به ګرځي او زده کوونکو ته به د هغوی د سويې مطابق کتابونه د لوست په موخه ورکوي.

الهام زياته کړه، غواړي د دې کتابتون فعالیتونه نورو ولسوالیو ته هم وغځوي، خو په خبره يې که نور څوک دا وړ کتابتون جوړول غواړي نو دوی ورسره مرسته کوي.

د دې کتابتون پرانیستې پر فېسبوک، ټوېټر او نورو ټولنیزو پاڼو کې د خلکو پام را اړولی او بېلابېلې تبصرې پرې شوې دي.

ننګرهار کې د عبدالصیرسباوون په نوم يو ځوان چې ډېرو بې وزله ځوانانو ته يې د زده کړو زمينې برابرولو کې مرسته کړې، د دې کتابتون پرانیسته نوښت او نیک اقدام ګڼي.

کامه کې د ګرځنده کتابتون پرانیسته

سباوون له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، دا هڅه په ټولنه کې د کتاب لوستنې او کتاب ته د خلکو پام را اړولو کې ډېره پرځای ده او ګڼ شمېر ځوانان به کتاب لوستنې ته وهڅېږي.

هغه زياته کړه: «اوس له بده مرغه د کتاب لوستنې فرهنګ کم شوی، دا هڅې د کتاب لوستنې فرهنګ ژوندی کولی شي. دا کتابتون باید داسې عیار شي چې ډېر او د خلکو د پام وړ کتابونه په کې ځای شي او همداراز نورو ولسوالیو او ولایتونو کې هم د دا ډول هڅو پيل باید وشي».

د ټولنیزو رسنیو یو فعال وحید زهیر لیکلي: «دا ګرځنده کتابتون په څومره ښه سلیقه تیار او برابر شوی دی. د هېواد خیریه بنسټ د دې بهترین کار زه ډېر قدر کوم».

عارف الله ځلاند د فېسبوک بل کاروونکي دغه نوښت په ځینو نورو خوږو تورو ستایلی دی، چې په خبره يې ډېر پرځای اقدام دی. هغه په خپله پاڼه لیکلي: «اوس به لخيره دې سوزکۍ کې کېنو، کامه کې تر څو یو چکر وهو نو د یو کتاب مطالعه به مو کړې وي».

د کتاب لوستنې په برخه کې تر دې وړاندې لغمان ولايت کې هم د ادریس سیاوش په نوم يو ځوان د بایسکل پر مټ د کتاب لوستنې فرهنګ دودولو لړۍ پيل کړې وه. نوموړي د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونو ته سفرونه وکړل.

اوس مهال ټولنیزو رسینو ته د خلکو اسانه لاسرسي په ټولنه کې د کتاب لوستنې فرهنګ ډېر پېکه کړی او که څوک غواړي مطالعه وکړي، پر انټرنيټي پاڼو د خپلې خوښې وړ مضمون لټوي.

د روان پوهني یو شمېر لارویان وايي، د انټرنيټي پاڼو پر ځای د کتاب مطالعه څو چنده غوره او په ذهنونو کې پاتې کېږي، نو د همدې لپاره باید مطالعه له کتابه وشي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د غور فغان‌نامه؛ خلک طالبان په زورزیاتي او د ځمکو په غصب تورنوي
راپورونه

د غور فغان‌نامه؛ خلک طالبان په زورزیاتي او د ځمکو په غصب تورنوي

۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791621368]
د رواني روغتیا نړیواله ورځ؛ د روغتیا نړیوال سازمان د رواني فشارونو پر وړاندې د افغانانو پر ملاتړ ټینګار کوي
خبرونه

د رواني روغتیا نړیواله ورځ؛ د روغتیا نړیوال سازمان د رواني فشارونو پر وړاندې د افغانانو پر ملاتړ ټینګار کوي

۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791619579]
د ۲۰۲۶ کال د انسانانو د قاچاق راپور؛امریکا: طالبانو له ماشومانو جنسي ناوړه ګټې اخیستنې ته دوام ورکړی دی
راپورونه

د ۲۰۲۶ کال د انسانانو د قاچاق راپور؛امریکا: طالبانو له ماشومانو جنسي ناوړه ګټې اخیستنې ته دوام ورکړی دی

۱۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791617357]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.