د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې اسیندا اردرن ویلي، چې دغه هېواد راتلونکې اوونۍ پر روسیې د بندیزونو د زیاتوالي له کبله د بهرنۍ پانګونۍ قانون تعدیلوي.
د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې سهشنبه د مارچ پر لومړۍ ویلي، دمګړۍ نیوزیلنډ صادراتي تحریمونه د دغه کار موخه ګرځولې ده.
اردرن زیاته کړې، چې نیوزیلنډ نورو هېوادو ته په کتو غواړي، چې پر اوکراین د روسیي د برید له کبله پر دغه هېواد فشار زیات کړي.
هغې ټینګار کړی، چې د بهرنۍ پانګونۍ د قانون له سمون سره به د روسیې اقداماتو ته مناسب ځواب ورکړي.
پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته زیاتو هېوادونو پر روسیې پراخ بندیزونه ولګول.
نیوزیلنډ یوازینی هېواد دی، چې پر روسیې د بندیزونو د لګولو په موخه په خپلو قوانینو کې بدلون راولي.





