۸صبح، کابل: نيوزيلنډي رسنيو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد دولت، د ولسمشر پخواني مرستيال سرور دانش په ګډون د نوموړي د کورنۍ ۱۳ غړو ته پناه ورکړې ده.
دغو رسنيو ويلي، چې سرور دانش له خپلې مېرمنې او پنځو اولادونو سره اوکلند ته تللی و.
د نيوزيلنډ د کډوالو وزارت سکرټر فيل توفورد پنجشنبه د مرغومي پر شپاړسمه منلې، چې دغه هېواد سرور دانش او د هغه کورنۍ ته پناه ورکړې. توفورد ويلي، چې بشري حقونو ته په پام يې نوموړي ته پناه ورکړې.
له بلې خوا د نيوزيلنډ دغه اقدام د هغو افغانانو غوسه راپارولې، چې افغانستان کې يې له نيوزيلنډي ځواکونو سره کار کاوه. نيوزيلنډ کې افغان پناه غوښتونکو ويلي، هغو کسانو ته چې د دغه هېواد له ځواکونو سره یې کار کاوه، بايد لومړيتوب ورکړل شوی وای، نه د ولسمشر مرستيال ته چې د پخواني حکومت د پرځېدو لامل و.
د نيوزيلنډ ځايي همکارانو د دغې پرېکړې په غبرګون کې ويلي: «ډیر ناهيلهکوونکی دی، چې د افغانستان دولت د فاسدې رهبرۍ غړي ته دغه هېواد کې پناه ورکول کېږي، په داسې حال کې هغو کسانو چې له نيوزيلنډي ځواکونو سره يې همکاري کوله، پرېښوول شوي دي.»
د نيوزيلنډ د کډوالو وزارت سکرټر ويلي، چې شاوخوا دوه زره هغو افغانانو ته يې پناه ورکړې، چې له ګواښ سره مخامخ و.
تافورډ ويلي، ځينې هغه افغانان چې نيوزيلنډ له هغو ملاتړ کاوه، درېيم هېواد ته تللي، چې د اوسېدو لپاره يې هېڅ ډول ويزه نه لرله.
سرور دانش له اوو کالو زيات د ولسمشر اشرف غني دويم مرستيال و، چې د حکومت تر پرځېدو وروسته ترکيې ته او له هغه ځايه نيوزيلنډ ته لاړ.





