نیکلاسن: د ښځو حقونه غربي بحث نه دی، طالبان باید پام ورته وکړي

۸صبح، دوشنبه: د هرات په لسمه امنیتي ناسته کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي د افغان مېرمنو له وضعیت څخه د اندېښنې په څرګندولو ټینګار کړی، چې طالبان باید د ښځو حقونو ته پام وکړي.

د هرات د امنیتي ناستې درېیمه غونډه «د افغانستان مېرمنې: خیانت؛ اپارتاید؛ مقاومت» تر نامه لاندې سه شنبه ماسپښین د لیندۍ پر اتمه نېټه د تاجکستان په دوشنبې ښار کې دوام لري.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ټامس نیکلاسن په دې ناسته کې ویلي: «د ښځو حقونه غربي بحث نه دی، بلکې د ښځو حضور د یوه هېواد د اقتصاد، پرمختګ او ثبات لپاره اړین دی. طالبان مسوولیت لري، چې د هغوی له حقونو ساتنه او پام ورته وکړي.»

هغه زیاته کړې: «د ښځو د سیستماتیک ګوښه کولو په تړاو زموږ دریځ روښانه دی. موږ سخت اندېښمن یو او باید د ښځو وضعیت ته د رسېدنې لپاره لا زیات اقدامونه وشي.»

د هرات امنیتي ناسته د «ټولګډونه سیاسي نظام؛ بېلګې او د لارې نقشې» په نوم د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې روانه ده. په دې ناسته کې د بېلابېلو هېوادونو کابو ۲۰۰ استازو ګډون کړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button