۸صبح، هرات: په هرات کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکې پېښې په پاېله کې د یوې کورنۍ نهه غړي مړه شوي دي.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا پېښه چهارشنبه د وږي پر ۲۸مه د هرات زاول ولسوالۍ په «خواجه رویا» سیمه کې شوې ده.
پېښه هغه مهال شوې چې یو «پاسو» موټر له مسافر وړونکي «۵۸۰» ډوله موټر سره وجنګېد.
د پېښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم دي.
تر اوسه په هرات کې ځايي طالب چارواکو څه ویلي نه دي.
په دې وروستیو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې ترافیکي پېښې ډېرې شوې دي.
په افغانستان کې د ډېرو ترافیکي پېښو لامل د موټروانانو بېاحتیاطي، ترافیکي نښو ته نه پاملرنه، چټک تګ او د سړکونو خرابوالی ښودل کېږي.





