• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۴ لړم ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په هلمند کې د غږیزې ککړتیا زیاتوالی؛ اوسېدونکي د ستونزې د مخنیوي لپاره د یوې مرجعې له نشتوالي شکایت کوي

۸صبح، هلمند ۸صبح، هلمند
۱۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793880069]
Exclusive

Exclusive

د هلمند یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې غږیزه ککړتیا ورځ تر بلې زیاتېږي او له سختو ستونزو سره یې مخ کړې دي.

د هلمند یو اوسېدونکی محمد امید وايي: «د لښکرګاه ښار د غږیزې ککړتیا له مهمو لاملونو څخه د هټیوالو له‌خوا د لوډسپیکرونو کارول، د موټرسایکلونو د لوړ غږ لرونکو سلنسرونو لګول او په پوځي او شخصي موټرو کې د غږیزو وسایلو نصب دی. د دغو وسایلو لوړ غږ د ښار اوسېدونکي سخت ځوروي او ان په خپلو کورونو کې یې د ارام ژوند فرصت ترې اخیستی دی. له بده مرغه، سره له دې چې دا ستونزه ورځ تر بلې پراخېږي، مسوولو ادارو یې تر اوسه د مخنیوي لپاره څه نه دي کړي.»

د لښکرګاه ښار یو بل اوسېدونکی حبیب‌الله هم له ورته ستونزې شکایت کوي. هغه وايي چې په دغه ولایت کې غږیزه ککړتیا ورځ تر بلې زیاتېږي او د ښار اوسېدونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي. د هغه په خبره، د سړکونو پر غاړه د کراچیوانانو، لاسي کراچیو، درنو موټرو او موټرسایکلونو غږونو د لښکرګاه ښار په مرکز کې ډیره غږیزه ککړتیا رامنځته کړې او د خلکو ارام یې له منځه وړی دی.

د لښکرګاه دا اوسېدونکی وايي: «له سهار وختي پلورونکي په لوړ غږ خلک له خوبه راویښوي. کله د اوبو او کله د نورو توکو د پېرلو لپاره خلک رابولي، بې له دې چې په پام کې ونیسي، ښايي په کوم کور کې ناروغ وي. خلک له دغه وضعیته سخت ځورېږي، خو هېڅوک یې هم د مخنیوي لپاره څه نه کوي. دوی له سهار وختي په کوڅو کې په شور او زوږ جوړولو د خلکو رواني ارام ګډوډوي او کله چې خلک ښار ته ځي، همدا وضعیت دوام لري.»

د لښکرګاه ښار یو بل اوسېدونکی عصمت‌الله وايي چې غږیزې ککړتیا یې عصبي سیسټم له ستونزې سره مخ کړی ده. د هغه په وینا، د ښار د بې‌ځایه شور او زوږ له امله ګڼ خلک له رواني ستونزو سره مخ دي.

د هلمند دا اوسېدوکي وايي: «په لښکرګاه ښار کې غږیزه ککړتیا دومره زیاته شوې چې د خلکو پر ورځني ژوند او رواني ارام یې ناوړه اغېزه کړی ده. زه خپله د موټرو د ټایرونو د ترمیمولو په برخه کې بوخت یم او هره ورځ د بېلابېلو لوړو غږونو له خطر سره مخ یم. له همدې امله د خلکو د عصبي او رواني ستونزو په اړه اندېښمن یم. موږ څو ځله خپلې ستونزې له ښاروالۍ سره شریکې کړې دي، خو د دې حالت د مخنیوي لپاره تر اوسه کوم ځانګړې ګام نه دی اخیستل شوی. اوس شرایط داسې شوي، د ورځې په اوږدو کې چې کوم غږونه اورو، هغه د شپې هم زموږ په ذهن کې تکرارېږي او ان په کور کې هم د خپلې کورنۍ له غړو سره د خبرو کولو حوصله نه لرم.»

په هلمند کې د رواني ناروغیو متخصص ډاکټر محمد راشد (مستعار نوم) وايي چې غږیزه ککړتیا د ذهني ستړیا، عصبي فشار او تمرکز د کمښت لامل کېږي. هغه زیاتوي، د اوږدې مودې لپاره د لوړ غږونو په معرض کې پاتې کېدل د انسانانو د اورېدلو پر وړتیا هم ناوړه اغېز کولی شي. د هغه په خبره، د غږیزې ککړتیا د مخنیوي لپاره دې د لوړ غږ لرونکو وسایلو کارول محدود شي او د خلکو د ارام او روغتیا ساتنې ته دې کلکه پاملرنه وشي.

دا ډاکټر وايي: «هغه کسان چې هره ورځ په شور او زوږ لرونکو چاپېریالونو کې ژوند یا کار کوي، د وخت په تېرېدو ښايي له عصبي فشار، ذهني ستړیا او د خوب له ستونزو سره مخ شي. لوړ او پرله‌پسې غږونه د تمرکز وړتیا کموي او که وضعیت دوام وکړي، د اوریدلو حس ته هم زیان رسولی شي. د دې ستونزې د کمولو لپاره دې د لوډسپیکرونو او نورو لوړ غږ لرونکو وسایلو کارول د ځانګړو مقرراتو له مخې تنظیم شي؛ ځکه د خلکو روغتیا او ارام یوه مهمه اړتیا ده.»

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په ختیځ کې د ډینګي تبې د زیاتېدو خبر ورکړ
ټولنه

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان په ختیځ کې د ډینګي تبې د زیاتېدو خبر ورکړ

۱۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793879282]
د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د تحولاتو په اړه خبرې کړې دي
بهرني خبرونه

د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو د سیمې د تحولاتو په اړه خبرې کړې دي

۱۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793874950]
بلېنکن د ایران پر وړاندې د امریکا جګړې ته د ډیپلوماټیکې حل لارې غوښتنه کړې
بهرني خبرونه

بلېنکن د ایران پر وړاندې د امریکا جګړې ته د ډیپلوماټیکې حل لارې غوښتنه کړې

۱۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793873945]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له جنګي غنیمتونو د انډېوالۍ تر مرکزه؛ په پروان کې د طالبانو د والي د زوم د ګومارنې پر سر شخړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.