۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان خبر ورکړی چې د افغانستان په ختیځ کې پر ډینګي تبې د اخته کېدو پېښې زیاتې شوې دي.
نوموړي سازمان پنجشنبه د لړم پر ۱۴مه له خلکو غوښتي چې د غوماشو له چیچلو ځانونه وساتي او د ناروغۍ د نښو په څرګندېدو ژر تر ژره روغتیايي مرکزونو ته لاړ شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان په خبره، تر ۴۰ درجو پورې لوړه تبه، سردرد او د سترګو شاته درد د ډینګي تبې عامې نښې دي.
د لمفاوي غدو پړسېدل، زړه بدوالی، کانګې او د بندونو، هډوکو او عضلاتو دردونه هم د دغې ناروغۍ نښې ګڼل کېږي.





