۸صبح، کونړ: د ناروې د کډوالو شورا وايي، په کونړ کې له ویجاړوونکې زلزلې یو کال وروسته هم زیانمن شوي خلک ملاتړ ته اړتیا لري.
دې شورا د جمعې پر شپه د تلې پر ۱۷مه، پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د ویجاړوونکې زلزلې له تېرېدو یو کال وروسته هم کورنۍ دوامدار ملاتړ ته اړتیا لري.
دغه نړیوال بنسټ ویلي چې زیانمنې شوې کورنۍ د خپلو کورونو د بېرته جوړولو، پاکو اوبو ته د لاسرسي او د خپل ژوند د بېرته سمبالولو لپاره مرستو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو ویلي، د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو خلکو، بېرته راستنو شویو کډوالو او په کور دننه بېځایه شویو خلکو ته د مرستو رسولو لپاره کافي بوديجه نه لري.
بلخوا، له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو جبري ستنول، د سېلابونو او زلزلو په څېر طبیعي پېښو او د کار او دندو نشتوالي د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلک له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.





