۸صبح، کابل: د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازو په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو او مېندو د شمېر له زیاتېدو د اندېښنې ترڅنګ، له کورنیو د ملاتړ پر پراخېدو ټينګار کړی دی.
دا څرګندونې یکشنبه د زمري پر ۱۱مه د شیدو ورکولو د نړیوالې ورځې په مناسبت ناسته کې شوې دي.
د نړیوالو بنسټونو استازو ویلي چې د شیدو ورکولو د ارزښت ترڅنګ، په افغانستان کې ګڼې میندې د پوهاوي د کموالي، سلامشورو خدماتو ته د محدود لاسرسي او اقتصادي ستونزو له کبله د نویو زېږېدلو ماشومانو د تغذیې په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.
هغوی خبرداری ورکړی چې خوارځواکي د ماشومانو جسمي او ذهني وده اغېزمنولی شي او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې یې میندو او ماشومانو ته د ملاتړو او تغذیې خدماتو پر پراخېدو ټينګار کړی دی.





