۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې د ژمي په رارسېدو سره اټکل کېږي، په افغانستان کې شاوخوا ۱۹ میلیونه کسان د لوږې له خطر سره مخ شي.
د اوچا ویاندې اولګا چروکو سه شنبه د تلې پر ۲۸مه، ویلي چې په افغانستان کې نږدې ۱۶ میلیونه کسان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي او ۳.۴ میلیونه نور په بېړنیو شرایطو کې ژوند کوي.
د هغې په وینا، پر ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو دوام ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د ۲۰ زره ښځینه ښوونکو او د روغتیايي برخې د ۵۴۰۰ ښځینه کارکوونکو د کمښت لامل شي.
چروکو زیاته کړې چې خوارځواکي د میندو له روغتیا، روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي، د خوړو له تنوع، زدهکړو او د عاید د ترلاسه کولو له وړتیا سره مستقیمه اړیکه لري.
اوچا ویلي چې بېوزلۍ، بېکارۍ، وچکالۍ او کلونو جګړو د کورنیو دا وړتیا کمزورې کړې چې خپلې د خوړو اړتیاوې په کافي اندازه پوره کړي.
دې ادارې ټینګار کړی چې د بشري مرستو پر دوام سربېره، د ناورين د کمولو لپاره د کرنې، کارموندنې، روغتیايي خدمتونو او اقتصادي فرصتونو په برخوکې دوامداره پانګونه اړینه ده.





