۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړې چې افغانستان د ژمي په درشل کې د بشري مرستو د بودیجې له کمښت سره مخ دی.
اوچا چهارشنبه د لړم پر ۲۷مه ویلي چې د بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۳۲ سلنه برابره شوې ده.
د دغه بنسټ په خبره، د ټولې اړتیا وړ بودیجې یو میلیاردو ۷۱۰ میلیونو ډالرو له ډلې، د اکټوبر میاشتې تر پایه یوازې ۵۵۰ میلیون ډالر برابر شوي او ۶۸ سلنه بودیجه لا هم نه ده ترلاسه شوې.
اوچا خبرداری ورکړی چې په ژمي کې واورې او سخته یخني به د لرې پرتو سیمو د اوسېدونکو لپاره بازارونو، روغتیايي مرکزونو او بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی ستونزمن کړي.
دغه راز، د خوراکي او سونتوکو د بیو لوړېدل او د کاري فرصتونو کمښت به پر زیان مننونکو کورنیو فشارنور هم ډیر کړي.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې زیانمننونکو کورنیو ته د ژمنیو مرستو د پر وخت رسولو لپاره د اړتیا وړ بودیجې برابرول اړین دي.






