۸صبح: د ماشومانو د ژغورنې سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي چې ۵۵ سلنه بېځایه شوي ماشومان د خپلو کورونو تر پرېښودو وروسته د خوړو له کمښت سره مخ دي.
دغه سازمان چهارشنبه د لړم پر ۲۷مه، ویلي چې د ۴۱ سلنه
دغو ماشومانو روغتیايي وضعیت هم خراب شوی دی.
دغه راپور په اوو ولایتونو کې له څه باندې ۸۰۰ ماشومانو او د هغوی له پالونکو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.
د راپور د موندنو له مخې، له ۹۰ سلنې ډېرو هغو ماشومانو چې پوښتل شوي، بېځایه کېدل یا کډوالي تجربه کړې ده.
همداراز، زدهکړو ته د يو پر دريمه برخې ماشومانو لاسرسی کم شوی او له ۱۰ سلنې لږو ماشومانو مرستې ترلاسه کړې دي.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان په وینا، اقتصادي بېوزلي په افغانستان کې د بېځایه کېدو اصلي لامل دی.
د خوراکي توکو کمښت هم د درېیمې برخې کورنیو د بېځایه کېدو لامل شوی دی.
په راپور کې راغلي چې نږدې ۷۰ سلنه ماشومانو په تېرو درېیو کلونو کې د وچکالي، سېلابونو، زلزلې او نښتو په څېر له دوو یا څو ناورينونو سره مخ شوي دي.
تر ۱۱ سلنې ډېر ماشومان هم له هغو ګواښونو سره مخ شوي چې د ماشومانو کار، تاوتریخوالی او کمعمره ودونه پکې شامل دي.






