۸صبح: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې په افغانستان کې د ۳۳۶ دولتي ښوونځیو د زدهکړو د کیفیت د ښهوالي لپاره هڅې کوي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي تاجالدین ایوالی د چهارشنبه د لړم پر ۲۷مه، ویلي چې دغه پروګرام د اروپايي ټولنې په ملاتړ پلې کېږي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي ټینګار کړی چې په دغه پروګرام کې د ښوونځیو بیارغونه او د ښوونکو روزنه شامله ده.
ایوالی زیاته کړې چې په کابل کې د ۱۲ امام لېسې د لیدنې پر مهال یې د هلکانو او نجونو د زدهکړو بهیر له نږدې لیدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له لومړنیو زدهکړو بېبرخې شوې دي.
د څه باندې پنځو کلونو په تېرېدو سره، دغه محدودیتونه لا هم دوام لري.
افغانستان اوس د نړۍ یوازینی هېواد دی چې د نجونو پر منځنیو او لوړو زدهکړو پکې بندیز لګېدلی دی.






