۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی چې د بدخشان په «پنګاني» سیمه کې مېندې او ماشومان خپلې سیمې ته نږدې له روغتیايي خدماتو برخمن شوي دي.
نوموړي دفتر پنجشنبه د چنګاښ پر ۱۸مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې په بدخشان کې روغتیايي خدمات کولی شي د مرګ او ژوند ترمنځ توپیر رامنځته کړي.
اوچا زیاته کړې چې د دغه بنسټ بشردوستانه مرستو په «پنګاني» سیمه کې مېندو او ماشومانو ته اړین روغتیايي خدمات برابر کړي.
نوموړي سازمان زیاته کړې چې وړاندې کېدونکي روغتیايي خدمات د خوندي زېږونونو او د خوارځواکۍ د درملنې اړوند دي.
اوچا ټینګار کړی چې لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدماتو نږدې کول، روغتیايي پاملرنې ته د خلکو د لاسرسي په ښه والي کې مهم رول لري.





