۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د بودیجې کمښت په افغانستان کې روغتیايي مرکزونه اړ کړي خپل خدمات کم کړي یا یې بشپړ وځنډوي.
نوموړي بنسټ یکشنبه د لړم پر ۱۰مه راپور ورکړی چې د افغانستان د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي روغتیايي مرکزونو ته د ورتګ لپاره اوږدې او خطرناکې لارې کچ کوي.
اوچا ویلي چې د دغه بنسټ بشردوستانه شریکان هڅه کوي، په هغو سیمو کې روغتیايي خدمات وړاندې کړي چې خلکو ته په اسانۍ د لاسرسي وړ وي.
دغه سازمان ټينګار کړی چې دا هڅې هم بسنه نه کوي او د روغتیايي خدماتو د دوام لپاره ډېرې بودیجې ته اړتیا لري.
اوچا زیاته کړې چې د روغتیايي خدماتو د دوام لپاره پایداره او منظمه بودیجه، مېندو او ماشومانو ته د غوره روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره اړینه ده.
یاد سازمان ټينګار کړی چې بېړني روغتیايي خدمات دې د بلې بودیجې تر برابرېدو نه ځنډېږي.





