۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د زدهکړو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې زدهکړې یو بنسټیز حق، بدلون راوستونکې تجربه او د ټولنې په ګټه دي.
اوچا سه شنبه د سلواغې پر څلورمه نېټه د یوه ټویټ په خپرولو لیکلي، چې په دې لړ کې نن په افغانستان کې کابو ۱.۱ میلیونه نجونې په ښوونځیو کې له زدهکړو او تر ۱۰۰ زرو زیاتې نجونې په پوهنتون کې له زدهکړو بېبرخې شوي دي.
دغه بنسټ زیاته کړې: «نن موږ د افغان نجونو او ښځو ترڅنګ چې د لا زیات روښانه راتلونکي وړ دي، درېږو.»
د ویلو ده، چې د ملګروملتونو سازمان علمي او کلتوري سازمان یونسکو سه شنبه د سلواغې پر څلورمه، چې د جنورۍ له ۲۴ سره سمون خوري د زدهکړو پر نړیواله ورځ د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي بیانیه خپره کړې ده.
دا ورځ په داسې حال کې د نړۍ په هېوادونو کې لمانځل کېږي، چې د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو حق د طالبانو له خوا تر پښو لاندې شوی دی.