۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، د بودجې کمښت بنسټیزو روغتیايي خدمتونو ته د افغانانو لاسرسی له ګواښ سره مخ کړی دی.
دغه بنسټ دوشنبه د لړم پر۱۱مه، ویلي چې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره له اړینو ۱۹۱ میلیونه ډالرو یوازې ۴۴ سلنه بوديجه برابره شوې ده.
اوچا ویلي چې په افغانستان کې یو شمېر روغتیايي مرکزونو د بوديجې د کمښت له امله خپل فعالیتونه کم کړي او یا یې درولي دي.
دغه دفتر زیاته کړې چې د دې لپاره چې خلک وکړاي شي اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري، د مالي ملاتړ دوام اړین دی.





