۸صبح، غزني: ځايي سرچینې وايي، چې په غزني ولایت کې یو ځوان ټکسي چلوونکی د غلو لهخوا په چاقو وهل شوی او وژل شوی دی.
سرچینو دوشنبه د لړم پر ۱۹مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې دغه پېښه پرون د غزني ښار په څنډه کې شوې ده.
د سرچینو په وینا، وژل شوی ځوان محمدعمر نوميده او په غزني ښار کې یې ټکسي چلوله.
سرچینې زیاتوي، چې غلو د موټر د دربست کولو په پلمه دغه ځوان له ځان سره بیولی دی.
د سرچینو په وینا، غلو ټاکلي ځای ته تر رسېدو وروسته دغه ځوان په چاقو وهلی او وژلی دی او موټر او ګرځنده ټیلیفون یې ترې وړي دي.
د غزني د ولایتي روغتون یوې سرچینې هم تایید کړې چې د دغه ځوان جسد د چاقو له څو ټپونو سره روغتون ته لېږدول شوی دی.
په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وژنو او غلاوو راپورونه خپاره شوي چې د خلکو د امنیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.





