۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) وايي، چې د روان کال له جنورۍ میاشتې راهیسې یې له ۸۱۶ هغو کسانو سره مرسته کړې چې له روږدتيا د رغېدو په حال کې دي.
دغه دفتر دوشنبه د لړم پر ۱۸مه، اعلان کړی چې دغو کسانو د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ، تخنیکي او حرفوي روزنه ترلاسه کړې ده.
د دغه دفتر د شمېرو له مخې، په هغو کسانو کې چې مرسته يې ترلاسه کړې، ۷۱۹ نارینه او ۹۷ ښځې شاملې دي.
د دغه بنسټ په وینا، دغو کسانو د تخنیکي او حرفوي روزنې له بشپړولو وروسته، د خپل کاروبار د پیل لپاره لومړني وسایل او امکانات هم ترلاسه کړي دي.
د دغه پروګرام موخه د عاید ترلاسه کولو لپاره د زمینې برابرول او له ټولنې سره له روږدتيا د رغېدو په حال کې کسانو يو ځای کېدل بلل شوي دي.





