۸صبح، هلمند: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې بېوزلي، بېکاري، د خوړو ناامني او روغتيايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د هلمند ولایت د اوسېدونکو اصلي اندېښنې دي.
اوچا پنجشنبه د تلې پر ۹مه، پر اېکس پاڼه لیکلي چې د دغې ادارې د مسوولانو د سفر پر مهال د هلمند اوسېدونکو دغه ننګونې ورسره مطرح کړې دي.
د دغې ادارې په وینا، اقتصادي ستونزو او اساسي خدمتونو ته محدود لاسرسي د هغو افغان کډوالو لپاره چې تازه راستانه شوي، د ژوند بیا رغول ستونزمن کړي دي.
اوچا زیاته کړې چې په دغه ولایت کې راستانه شوي کسان د کار موندلو او د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.





