۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبر ورکړی چې اروپايي ټولنې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره لس میلیونه یورو مرسته کړې ده.
نوموړي بنسټ پنجشنبه د زمري پر ۲۲مه په اېکس کې لیکلي چې له دغې مرستې او اړمنو لپاره د بشري خدماتو وړاندې کولو ته د زمینې برابرولو له امله له اروپايي ټولنې مننه کوي.
اوچا ویلي چې دا مرسته به په افغانستان کې میلیونونو وګړو ته د بشردوستانه مرستو د دوام زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانان له ګڼو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.
د خوړو نړیوال پروګرام خبر ورکړی و چې په ۲۰۲۵ کال کې څه باندې ۱۳ زره ماشومان د بشردوستانه مرستو د کمښت له کبله د خوارځواکۍ د درملنې له پروګرامونو محروم و.





