۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا)، په ساینس، ټکنالوژۍ او نوښتونو کې د ښځو او نجونو ونډه اړینه بللې ده.
اوچا یکشنبه د سلواغې پر ۲۲مه «په ساینس کې د ښځو او نجونو ونډې د نړیوالې ورځې» په مناسبت یو پیغام کې په ساینس، ټکنالوژۍ او نوښتونو کې د مېرمنو او نجونو په بشپړ ګډون ټينګار کړی دی.
دغه بنسټ زیاته کړې: «ساینس، ټکنالوژۍ او نوښتونو ته د ښځو او نجونو بشپړ او مساوي لاسرسی نه یوازې دا چې د یو هېواد په اقتصادي پرمختیا کې مرسته کوي؛ بلکې د ټولنې په ټولو برخو کې رول لري.»
د ملګرو ملتونو کلتوري، علمي او پوهنیز سازمان (یونېسکو) د فبرورۍ ۱۱مه «په ساینس کې د ښځو او نجونو د ونډې نړیواله ورځ» نومولې او په ټوله نړۍ کې یې نمانځنه کېږي.
پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړل شوې.
پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ د بندیز سربېره په خصوصي بنسټونو کې هم هغوی ته د کار اجازه نه ورکول کېږي.
طالبانو په دې موده کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو تړل د نجونو او ښوونکو د جامو بدلول، کلتوري ستونزې او په زدهکړییز نصاب کې د بدلون په ګډون بېلابېل لاملونه بیان کړې دي.