۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې د ژمي په نږدې کېدو په کندوز کې زرګونه راستانه شوي د بنسټيزو خدماتو له کمښت سره مخ دي.
نوموړي دفتر سهشنبه د تلې پر ۲۸مه په اېکس کې لیکلي چې د ژمي په درشل کې راستنې شوې کورنۍ د ژوند له سختو شرایطو سره مخ دي.
اوچا ټينګار کړی چې دا کورنۍ بېړنیو او دوامدارو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د دغه بنسټ په خبره، د بېرته راستنو شویو کورنیو د بنسټيزو اړتیاوو د پوره کولو او د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره د مرستو دوام اړین دی.
افغانستان ته بېرته راستنېدونکي، په ځانګړې توګه هغه کورنۍ چې له اړینو امکاناتو پرته هېواد ته ستنېږي، د سرپناه، خوراکي توکو، روغتیايي خدماتو او نورو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري.





