د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د لومړي وزیرانو د شورا ۲۵مه غونډه د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړه شوه.
دغه غونډه سه شنبه د اکټوبر پر ۲۰مه، د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونی په برخو کې د همکاریو د پراختیا په موخه جوړه شوې ده.
د دې غونډې په څنډه کې د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان د ګډون کوونکو هېوادونو له چارواکو او د پلاويو له مشرانو سره کتلي او خبرې کړې دي.
په دغو کتنو کې د سیمهییزو اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا، د اړیکو پر پراختیا او د ثبات او پایېدونکی امنیت پر ټینګښت ټینګار شوی دی.
تمه ده چې د غونډې په پای کې به د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو څو سندونه لاسلیک شي.





