۸صبح، کندهار: په کندهار کې ځايي سرچینې وايي چې نن سهار د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په پنځمه امنيتي حوزه کې د يوه منځني عمر لرونکي سړي مړی موندل شوی دی.
سرچینو سه شنبه د تلې پر ۲۸مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې مړي له موندل کېدو وروسته، ځایي اوسیدونکو هغه د پیژندنې لپاره د ولسوالۍ بیړني روغتون ته ولیږداوه.
د سرچینو په وینا، دغه کس په مرموزه توګه وژل شوی و.
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د مرموزو وژنو او جنایي جرمونو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.
د دغو پېښو زیاتوالي د خلکو ترمنځ د امنيت د نشتوالي او په هېواد کې د جنایي جرمونو د پراختیا په اړه اندېښنې راپارولې دي.





