د اسلامي همکاريو سازمان په غزه کې د اسرائیل له خوا د فلسطينيانو د «قتل عام» په غبرګون کې وايي چې د نړيوالو قوانينو او صادرشويو پرېکړه ليکونو په پلي کېدو کې د نړيوالې ټولنې ناکامۍ دغه هېواد د غزې په «اشغال» کې لا غښتلی کړی دی.
دغه سازمان سهشنبه د سپټمبر پر ۱۰مه په یوې اعلامیه کې ویلي چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیل له خوا د فلسطینیانو «وحشیانه وژنه» روانه ده.
په دې بیانیه کې د غزې په خانیونس کې د بې ځایه شویو خلکو پر کمپونو د اسرائیل پوځ وروستیو بریدونو ته په اشارې راغلي: «دا وحشیانه برید د نړیوالو بشردوستانه قوانینو، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړهلیکونو او د نړیوال دیوان لاهې له حکمونو څخه ښکاره سرغړونه ده چې د لسګونو ملکي فلسطینیانو د شهادت او ټپي کېدو لامل ګرځېدلی.»
د اسلامي همکاریو سازمان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې په غزه کې د «اسرائیلي اشغال» د پای ته رسېدو لپاره د سملاسي او هراړخیز اوربند په رامنځته کولو کې پر خپلو مسوولیتونو عمل وکړي.
د دغه سازمان په وینا، په اشغال شویو فلسطیني سیمو کې د اسرائیل ناقانونه استوګنیزو ځایونو د جوړونې چارې روان دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د غزې په تړانګه کې د پر یوې استوګنیزې سیمې د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو په پایله کې تر ۶۰ ډېر کسان وژل ووژل شول.





