د ښځينه روايت پر رېښې د ترخځ ګوزارونه

دا لومړی ځل نه دی چې ښځې د عدالت غوښتنې او د عدالت د پلي کېدو ډګر ته راغلې دي. د تاریخ په اوږدو کې افغان ښځې د آزادۍ په مبارزه کې له نارینه وو سره څنګ په څنګ ولاړې پاتې شوې، د ډېرو لپاره چې په هر دلیل یې وروستي بدلونونه او تحولات نه لیدل اویا یې نه غوښتل چې ویې مني، د ښځو د غورځنګ د مخکښانو او د ښځو د نوي روایت د پنځوونکو په توګه ډګر ته د ښځو راوتل د حیرانتیا وړ وو. ډیر کسان دا نه درک کوي چې د افغانستان نننی نسل د هغو پالل شويو افکارو محصول دی، چې په تېرو شلو کلونو کې یې هم ګام په ګام د آزاد فکرۍ زړې وکرل. په تېرو وختونو کې د نرواکۍ د کلتور برلاسۍ ته په پام سره، د ښځو د مبارزو پياوړې او مهمه ونډه د نرواکو سياسي ګوندونو او بهیرونو تر اغېز لاندې پټه پاتې شوې او بابېزه ګڼل شوې ده. په دې مانا چې د نظامونو له هر تحول او بدلون وروسته ښځې د تصمیم نیونې او مشارکت په نسبي مقام کې رانغلي، بلکې په هر سیاسي او ټولنیز بدلون سره د هغوی د فعالیتونو په ډګر کې زیات محدودیتونه لګول شوي دي. خو له دې ټولو سره سره، د طالبانو د ډلې له بیا راتګ وروسته، یو ځل بیا د افغان مېرمنو د خورا غوره او نه انکارېدونکې مبارزې شاهدان یو.

افغان ښځې، څه هغوی چې په هېواد کې دننه د واټونو پرسر د اعتراضونو په ګډون په بیلابیلو بڼو مبارزه کوي او څه هغه ښځې چې له عامه صحنو نه د ښځو د اېستلو په تړاو لیکنې کوي او څه هغوی چې له هېواده بهر مبارزه کوي، د ښځو پر غوښتنو په تمرکز سره له یوې خوا توانیدلي دي چې د طالبانو ډلې رسمیت پېژندنه او د مشروعیت ترلاسه کول له ننګونو سره مخ کړي او له بلې خوا د افغانستان په اړه ښځینه روایت د آزادي غوښتنې د یوه تلپاتې غورځنګ پر لور رهبري کړي. دا لاسته راوړنې نه انکارېدونکې دي او هېڅ ډله او هېواد ترې په پټو سترګو نه شي تېرېدلای، داسې چې د طالبانو استبداد ونه کړای شول چې د دغه نامشروع رژیم تر سیوري لاندې د ښځو د حقه غوښتنو د مطرح کېدو مخه ونیسي.

دا باید هېر نه کړو چې افغان ښځې د طالبانو تر واکمنېدو مخکې هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بدوي او سیمه ییز تاوتریخوالي قرباني وې. خو نن هم د طالبانو فکر او د هېواد د اداره کولو لپاره د طالبانو روایت د ښځو له ځپلو او محرومولو پرته اصلآ مانا نه لري . خو سره له دې هم په هره کچه د ښځو اعتراضونه او د حذف له سیاست او له ټولو بشري حقونو نه د هغوی له محرومولو سره مبارزه پر يوه برلاسي مدني او حقوقي وینا دود( ګفتمان) د بدلېدو لپاره اوږده لاره په مخکې لري او د ټولو ښځو ګډو هڅو ته اړتيا لري.

زه ما په باور په ښځينه روایت او د افغان ښځو په غورځنګ کې ټولې هغه ډلې، بهیرونه، څېرې او ګوندونه شامل دي چې د طالبانو د ډلې او په ټولیزه توګه د نرواکۍ د کلتور پر وړاندې د بشري حقونو او د ښځو د غوښتنو پر بنسټيزې اړتیا ټينګار کوي. غواړم یادونه وکړم چې د طالبانو له ډلې سره په ټولو خبرو او هر ځل مخ کېدو کې مې د خپل هېواد د ښځو مسأله راپورته کړې ده. څه له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو پر مهال او څه هم د دغې ډلې لاسته د هېواد له لوېدو وروسته، د ښځو مسأله نه انکارېدونکې پاتې شوې او لاهم د نړۍ په کچه د نړیوالو مسایلو په سر کې ده. په ښځينه روایت او د ښځو په غورځنګ کې یو شمېر نارینه هم له ښځو سره اوږه په اوږه د عدالت غوښتنې ډګر ته راووتل او د ټولنې د تل هېرو شویو ارمانونو د پوره کېدو لپاره یې هڅه او مبارزه وکړه چې د هېرېدو وړ نه ده. نن ورځ هم د بشري ارزښتونو لپاره دغه ګډې هڅې روانې دي.

بل خوا، د ښځو د غورځنګ او د افغانستان د عمومي وضعیت په اړه د ښځو د روایت پر وړاندې ډیرې ننګونې شته چې لاندې ورته کتنه کوم. زه ډاډمنه یم چې یوه ورځ به د طالبانو رژيم ړنګ شي او یو ځل بیا به ښځې له هغه بدلون او تحول وروسته چې پر لاره دی، په ټولو برخو کې په خپلو وړتیاوو او استعدادونو سره د پام وړ حضور ولري. تر دې وروسته ښځې څنډو ته نه شړل کیږي او د ظلم او جبر پر وړاندې درېدل او له افراطي ډلو او د حذف له سیاست سره مقابله به د حیرانتیا وړ نه وي.

د یوداسې چا په توګه چې د افغانستان د مسایلو په تړاو مې په ځینو غونډو، محفلونو او کنفرانسونو کې د افغانستان استازیتوب کړی او په پرلپسې توګه پکې برخه اخلم، تل مې هڅه کړې چې د افغان ښځو د ټولنې په اړه خبرې وکړم او د هغوی چوپ کړای شوی غږ په هر ځای او هر حد کې چې امکان لري، پورته کړم. په دې موده کې ما ته معلومه شوه چې د ټولو ستونزو ترڅنګ، یوه له هغو ستونزو نه چې د افغانستان ټولې ښځې ورسره مخ دي د ښځو د ډلو او سازمانونو خپل منځي ننګونې دي. البته باید ووایم چې دا ستونزې یوازې د ښځو په خوځښت پورې محدودې نه دي، بلکې نور خوځښتونه هم له دغو ستونزو ځوریدلي دي. که څه هم دا ننګونې په پراخه کچه نه دي راپورته شوي، خو په واقیعت کې ښځې د کوچنیو مسایلو پر سر د تقابل او تعامل داسې پړاو ته بیایي، چې په خپل نفس او ذات کې د افغانستان د ښځينه ټولنې د اصلي اندېښنه په توګه ګڼل کیږي. داسې ښکاري چې ځینې څېرې په شعوري او لا شعوري توګه د دښمن د بري لپاره د ښځو په نقاب او څېرو کې تورې وهې او د ښځو د ازادۍ شعارونه د دښمن د نثر په ژبه لولي. کله ناکله دا احتمال هم وي، چې هغوی د دې لپاره ګمارل شوې دي چې د ښځینه روایت او د افغان ښځو غورځنګ زیانمن کړي، خو زه ډاډمنه یم چې موږ ټولو دا درک کړې او پردې پوهېږو چې اوس د دې وخت رارسیدلی چې د بیلابیلو جګړو په منځ کې یوه جګړه غوره کړو. د دې وخت رارسیدلی دی چې موږ هره ښځه په موږ پورې اړوند قضيو په هکله مسوولانه چلند وکړو. دې ته په پام سره چې طالبانو د ښځو پر وړاندې يوه پراخه جګړه پېل کړې ده، موږ د خپل منځي شخړو د باب د پرانېستو فرصت نه لرو. له بلې خوا طالبان او د هغوی بهرنۍ لابيګران هم د ښځو د ټولنې وضعيت داسې تعريفوي او منعکسوي چې پخپله د ښځو تر منځ اختلافونه ډېر او د پاموړ شي او د حق غوښتنې داعيه يې د کډوالۍ او پناه اخيستنې د دوسیو د ترلاسه کولو تر کچې وښي. د ښځو تر منځ د اختلافاتو راپورته کول د افغان ښځو د غورځنګ د کمزوري کولو او ماتولو لپاره د طالبانو او د هغوی د ملاتړو يوه هدفي او منظمه تګلاره ده. هغه څېرې چې په دې پلان سره د هغوی په لیکو کې دریږي او د ښځينه روايت ریښې په ترخځ وهي، ایا پوهیږي چې چیرته ولاړې دي؟ که په شعوري توګه د ښځینه راويت د کمزوري کولو لاره تعقیبوي، باید د خلکو قضاوت او د خاموش اکثریت چوپ کړای شويو غږونو ته بیا کتنه وکړي.

لکه څنګه چې موږ په تیرو کلونو کې شاهدان وو چې د افغاني ټولنې د ځانګړې وضعیت له امله چې اکثره سیاسي جریانونه او مدني حرکتونه اصلي هدف تر رسیدو پورې د بیلابیلو دلایلو له امله له لوړو او ژورو سره مخ شوي دي، کله ناکله له بندون سره مخ شوي او یا له منځه تللي دي. خو د ښځو روايت په تاریخ کې له تر ټولو سرخته ممکن دښمن سره مخ دی. له همدې امله یوازینۍ لار او مشترک ټکی چې ښځې سره يو موټی کوي، د هغه ګډ دښمن شتوالی دی چې د افغان ښځو پر وړاندې یې د بشپړې جګړې اعلان کړی دی.

د دې تر څنګ چې د ښځو پر وړاندې ځپونکي اقدامات ورځ په ورځ زیاتیږي، د طالبانو ډله توانیدلې چې د ښځو مسأله له نړۍ سره د خبرو اترو د یوې وسیلې په توګه وکاروي. طالبان پخپله هم پوهیږي چې هغه څه چې د افغان ښځو پر وړاندې یې کوي، له لوړ ګڼلو او د طالبانو د واک له دوامه پرته، په هیڅ تعریف او فکر کې ریښې نه لري، البته په تېرو وختونو کې د سیاسي بهيرونو په لیکو کې د ښځو نومونه او د هغوی حضور د تزیین لپاره کارول شوی دی، خو دا ځل د امتياز اخيستنې او د مشروعيت د ترلاسه کولو لپاره له نړۍ سره په خبرو اترو کې د ښځو د مسألې وسيله ګرځول د طالبانو د بې وسۍ وروستی حد ښيي. د همدې او لسګونو نورو دلایلو له مخې، اړتیا ده، چې د طالبانو پر وړاندې د مبارزې د سمبالتيا لپاره د ښځو ډله ییزه انرژي د ښځو اړوند مسایلو ته ځانګړې شي.

د پایلې په توګه، غواړم وړاندیز وکړم چې موږ باید د هغه پلان له دایرې ووځو چې د طالبانو فکر پیاوړی کوي او ښځینه روايت کمزوری کوي. زه دا نه وایم چې که یو څوک له یو چا سره که نارینه وي یا ښځه، د نظر اختلاف ولري، باید ځان سانسورولوته مخه کړي. نه غواړم چې د وضعیت د ښه والي او د ښځينه روايت او د ښځو د غورځنګ د ودې لپاره سالمه، اصلاحي او رغنده نیوکې ونه لرو. سالمه نیوکه، د لیدلوري اختلاف او د نظر اختلاف په هره ټولنه کې د پرمختګ لامل کيږي، خو کله چې موږ وینو چې د ښځو د غوښتنو د نه اورېدلو لپاره د واکمنې دستګاه لویه دسیسه د نورو ښځو له آدرسه ده، نو غلې نه شو پاتې کېدای. موږ باید د دښمن ژرندې ته اوبه ورسېخې نه کړو او هغه سنګر په نښه نه کړو چې پخپله يې سرتېري او ساتونکې يو.

ورته لیکنې

Back to top button