۸صبح، کابل: د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د ۸صبح ورځپاڼې د جوړېدو ۱۵مې کليزې په مناسبت د يو پيغام په خپرولو سره ويلي چې سياسي فضا او روان وضعيت به د بيان پر ازادۍ او د ازادو او ډيموکراتيکو رسنيو پر فعاليت کوم اغېز ونه کړي.
نوموړي په يوه پيغام کې چې د غبرګولي په دويمه د يکشنبې په ورځ خپور شو، ليکلي: «د بيان ازادۍ، خصوصي او ازادو رسنيو ته د درناوي او له دوی څخه د ملاتړ په برخه کې زموږ ژمنه په خپل ځای ده.»
د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر په دې پيغام کې د ۸صبح ورځپاڼې ۱۵مې کليزې په مناسبت مبارکي ويلې او زياته کړې يې ده چې دغې ورځپاڼې په تېره يوه نيمه لسيزه کې شپه او ورځ يې د روښنايۍ، اطلاع رسونې او د عامه اذهانو په روښانه ولو کې کار کړی دی. هغه ويلي چې د بيان ازادي، خپلواکې او خصوصي رسنۍ د افغانستان د خلکو لويه لاسته راوړنه ده.
د عبدالله عبدالله په وينا، نشراتي ثبات، مسلکي او حرفهيي کار ته ژمنتيا، پر انساني، بشري حقونو، برابرۍ او ازادۍ ارزښتونو ولاړه خپرنيزه تګلاره ددې ورځپانې د غښتلتيا غوره ټکي دي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس ويلي چې دی د ۸صبح ورځپاڼې له لوستونکو څخه دی.
هغه زياته کړې چې د ۸صبح مسؤلینو او خبريالانو د خپل رسالت په درک کولو سره تر وروستيو پورې ملي، د افغانستان ډيموکراتيکو او ولسواکه ارزښتونو ته ژمن پاتې شوه او تر فشار لاندې رانغلل.
عبدالله عبدالله خپل پيغام کې ليکلي: «په دې ۱۵ کلونو کې د ۸صبح ورځپانې له همېښنيو لوستونکو څخه پاتې شوی يم او د هرې ورځې په تېرېدو سره ددې ورځپاڼې په کيفيت او فعاليت کې مې بدلونونه تر سترګو شوي دي.»
د عبدالله په باور، ۸صبح تل د نوي پيغام لېږدوونکی ؤ او د نورو چاپي، انځوريزو او غږيزو رسنيو ترڅنګ د فساد سره د مبارزې، د روڼتيا رامنځته کولو، مسؤليت منلو او په مختلفو دولتي او له دولته بهر سطحو کې د ځواب ويلو په برخو کې يې رول لرلی دی.
۸صبح ورځپاڼه ۱۵کاله وړاندې د هېواد د رسنيو او بشري حقونو د ډګر د ځينو نوموتو څېرو لخوا رامنځته شوه، څو وشي کولای د روښنايۍ او د ډيموکراسۍ د اغېزناک تعميم لپاره کار وکړي.
۸صبح ورځپاڼه د فارسي ژبې سربېره اوس د اونيزې په چوکاټ کې په پښتو ژبه او همداراز په انګليسي ژبه هم د ورته کړنلارې په لرلو سره خپرونې لري.