۸صبح، کابل: د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، شاوخوا یو میلیون افغانان د غالۍ اوبدلو په صنعت کې پر کار بوخت دي.
دې ادارې شنبه د چنګاښ پر ۲۷مه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د غالیو صادرات د پام وړ زیات شوي او په نړیوالو بازارونو کې د هېواد د لاسي تولیداتو غوښتنه هم لوړه شوې ده.
د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د غالیو د صادراتو زیاتوالی په نړیوالو بازارونو کې د دې صنعت د وضعيت د پیاوړتیا نښه بللې ده.
غالۍ اوبدل د افغانستان له مهمو دودیزو صنعتونو دي او د هېواد په شمالي، لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې ښه وده لري. د افغانستان لاسي غالۍ د خپلو دودیزو نقشو، لوړ کیفیت او هنري ارزښت له امله د هېواد له پېژندل شویو صادراتي محصولاتو ګنل کېږي.





