۸صبح، هرات: ځايي سرچینې وايي چې ناڅرګندو وسلهوالو په هرات کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ته نږدې یو کس وژلی دی.
سرچینو دوشنبه د زمري پر ۱۹مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې وژل شوی کس نعمان نومېده او د هرات د پخوانۍ ولایتي شورا د وکیل عبدالرحمن مرادي زوی و.
د سرچینو په خبره، نعمان د امنیې قوماندانۍ له دروازې څخه د تېرېدو پر مهال د ناڅرګندو وسلهوالو تر برید لاندې راغلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په ځينو ولایتونو کې د جنايي پېښو کچه ډېره شوې ده.





