۸صبح، کابل: پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د یو کال پوره کېدو په درشل کې د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ په خپل تازه راپور کې د ماشومانو د روحي وضعیت او روغتیا په اړه خبرې کړې دي. په دغه راپور کې راغلي، چې لوږه او بېوزلي د ماشومانو د ودونو لامل شوې ده.
د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ په خپل نوي راپور کې چې چهارشنبه د زمري پر ۱۹ خپور شوی ویلي، تېر کال له ۸۸ سلنه کم عمره نجونو څخه د کورنۍ د مالي وضعیت ښه کېدو لپاره د واده غوښتنه شوې ده.
یو شمېر ماشومانو له دغه بنسټ سره په خبرو اترو کې ویلي، چې ناوړه اقتصادي وضعیت او د پوره خوراکي توکو نشتوالی د ماشومانو د ودونو زیاتېدو لامل شوی او دغه چاره تر هلکانو پر نجونو ډېره اغېزه کوي.
۹۷ سلنه کورنۍ خپلو اولادونو ته د پوره خوراکي توکو د برابرولو لپاره له ستونزو سره مخه دي او کابو ۸۰ سلنه ماشومانو ویلي، چې تېرو ۳۰ ورځو کې د شپې وږي ویده کېږي.
د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ همداراز ویلي، چې ۲۶ سلنه نجونې پر ژور خپګان اخته شوې دي، داسې حال چې په هلکانو کې د ژور خپګان نښې ۱۶ سلنه لیدل شوې دي.
د دغه بنسټ په راپور کې د کورنیو د ناوړه اقتصادي وضعیت او پر ماشومانو په ځانګړې توګه پر نجونو یې د اغېزې په اړه خبرې شوې دي.
د دغه راپور په دوام کې د یوې بېوزلې کورنۍ کیسه راغلې، چې د کور کرایې د نه لرلو له امله د کور څښتن د هغوی د یوه ماشوم د پېرلو وړاندیز ورته کړی، چې د دغې غوښتنې له ردولو وروسته یې دغه کورنۍ له کوره ایستلې ده.
د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ رییس کریس نیامندي ویلي: «د طالبانو د کنټرول په یوه کال کې په افغانستان کې د ماشومانو ژوند خراب دی. ماشومان د شپې له خوا وږي ویده کېږي. هغوی د ښوونځي پرځای خپلې ورځې د خښتو په بټیو، د کثافاتو په ټولو او د کورونو پر پاکولو تېروي.»
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ سره بېوزلي په بې مخینې توګه زیاته شوې او سم مهال پر نجونو او ښځو بندیزونه سخت شوي دي.