د بېړیو د ترانزیټ د څارنې ادارې «کپلر» وروستي معلومات ښيي چې پرون یوازې شپږ بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوې دي.
الجزیرې پنجشنبه د سپټمبر پر ۳مه، راپور ورکړی چې د سې شنبې په ورځ د ۱۱ بېړیو له تېرېدو وروسته، د چهارشنبې په ورځ د شپږو بېړیو تېرېدل په دې تنګي کې د سمندري تګ راتګ کمېدل ښيي.
د راپور له مخې، د کپلر معلومات ښيي چې په دغو بېړیو کې دوه ډېرې لویې ګاز وړونکې بېړۍ، دوه د اوږد واټن وهونکي ټانکرونه، یو سوپرامکس او یو پانامکس ټانکر شامل وو.
د کپلر د معلوماتو پر بنسټ، دا شمېر د روانې لس ورځنۍ دورې له اوسني ورځني منځني شمېره چې شاوخوا ۱۳ بېړۍ دی، ډېر کم دی.
بلخوا، ویل شوي چې له دې سمندري لارې د تېرېدونکو بېړیو شمېر بدلېدای شي، ځکه ځینې بېړۍ د سفر پر مهال د خپل موقعیت معلومولو وسايل معمولاً بندوي.
دا په داسې حال کې ده چې د هرمز تنګي د کنټرول پر سر د ایران او امریکا ترمنځ تازه نښتو د دغه تنګي د بشپړ تړل کېدو په تړاو اندېښنې زیاتې کړې دي.





