د ایران د استازو جرګې رییس محمدباقر قالیباف د مذاکراتو په تړاو د «جعلي خبرونو» د خپرېدو په غبرګون کې ویلي چې دغه راپورونه د امریکا د رواني عملیاتو برخه ده.
تسنیم خبري اژانس پنجشنبه د مې پر ۷مه، راپور ورکړی چې قالیباف د اکسیوس د راپورونو په غبرګون کې ویلي، دا خبرونه په هرمز تنګي کې د امریکایانو له «درنې پوځي ماتې» وروسته د هغوی د رواني عملیاتو برخه ده.
قالیباف ویلي دي: «عملیاتو یې ماتې وخوړه، پر ما باور وکړئ؛ اوس بېرته د اکسیوس د جعلي خبرونو خپرولو هماغه پخواني بهیر ته ستانه شوي دي.»
د راپور له مخې، هغه دا ډول خبرونه د عامه افکارو د اغېزمنولو او د مذاکراتو د موضوع په تړاو د رواني فضا د رامنځته کولو هڅه بللې ده.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن له ایران سره «ډېرې ښې» خبرې کړې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړې د کېدو امکان شته.





