رویترز راپور ورکړی چې امریکا او ایران د جګړې د درولو لپاره د یوې محدودې او لنډمهالې هوکړې د کولو په درشل کې دي.
دغه خبري اژانس پنجشنبه د مې پر ۷مه، راپور ورکړی چې د لومړنۍ مسودې له مخې به د امریکا او ایران ترمنځ جګړه ودرول شي، خو د دواړو لورو ترمنځ به اساسي او لانجمن مسایل بېځوابه پاتې شي.
د راپور له مخې، دا موضوع د تهران او واشنګټن ترمنځ د ژورو اختلافونو ښکارندويي کوي او هر ډول هوکړه به په دې پړاو کې یوازې لنډمهالی ګام وي.
د بډای شویو یورانیم د برخلیک او د فعالیتونو د درولو د مودې په ګډون د ایران د اټومي پروګرام په تړاو اختلافات د دې لامل شوي چې دواړه لوري د یوې بشپړې هوکړې پر ځای د لنډمهالې هوکړې پر لور ولاړ شي.
په راپور کې ویل شوي چې وړاندیز شوی چوکاټ درې پړاوونه لري، چې د جګړې رسمي پای، د هرمز تنګي د کړکېچ حل او د یوې ۳۰ ورځنۍ دورې پیل پکې شامل دي، څو د یوې پراخې هوکړې په تړاو خبرې وشي.





