د اوپن فرانسې لوبو د دیارلسو پړاوونو اتل ریفایل نادال وتوانېد، چې د ټېنس لومړی نمبر کس نواک جوکوویچ له اوپن فرانسه لوبو حذف کړي.
په دې سیالۍ کې چې چهارشنبه د جون پر لومړۍ د پاریس هډر کورټ فلیپ شاتریه لوبغالي کې ترسره شوه، ریفایل نادال وتوانېد د ټېنس لومړي نمبر کس ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.
په دغې سیالۍ کې ریفایل نادال د ۶-۲، ۴-۶، ۶-۲ او ۷-۶ پایلو په ترلاسه کولو سره بریالی شو، چې سربیايي نواک جوکوویچ ته ماته ورکړي او د تېر کال لوبو غچ واخلي.
تېر کال نواک جوکووویچ په نیمه پایلوبه کې نادال ته ماته ورکړې وه او هغه یې له لوبو ایستلی و.
دا د دغو دوو نامتو لوبغاړو ۵۹ لوبه وه. له دې بریا سره د ریفایل نادال بریاوې ۲۹ ته ورسېدې. نواک جوکوویچ ۳۰ ځله بریالی شوی دی.
ټاکل شوې چې اسپانیایی ریفایل نادال په نیمه پایلوبه کې له جرمني لوبغاړي الکساندر زورف سره سیالي وکړي.