۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت له ترکي چارواکو سره په لیدنه کې د افغان نجونو پرمخ د ښوونځيو پرانېستلو غوښتنه کړې ده.
نوموړي سازمان شنبه د وږي پر ۱۷مه په یوې ویناپاڼه کې لیکلي چې بخیت د سوېلي اسیا لپاره د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له رییس اوګوژان ارطغرول سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې دواړو خوا له افغانانو په ملاتړ ټینګار کړی دی.
بخیت ویلي چې د اسلامي همکاریو سازمان د دغه بنسټ د غړو هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره په مشورې د افغانستان په اړه پرېکړه کوي.
د ویناپاڼې له مخې، دواړو لورو په دوحه کې د ملګرو ملتونو غونډې او له طالبانو سره د ښځو حقونو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه هم خبرې کړې دي.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه.
له دې وړاندې هم نړیوالو بنسټونو او اسلامي هېوادونو د افغان نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو بیرته پرانېستلو غوښتنه کړې ده.





