۸صبح، کابل: ترکیې اعلان کړی چې د کونړ له زلزلهځپلو یې سره د مرستو په دوام، ۹۲۲ ټنه نوره بشردوستانه مرسته هم افغانستان ته استولې ده.
ترکي رسنیو سهشنبه د وږي پر ۱۸مه راپور ورکړی چې پر مرستو بار اورګاډی د ترکیې د بحران مدیریت او بېړنیو خدماتو د همغږۍ سازمان (ایاېفایډي) او د دغه هېواد د سرې میاشتې ټولنې په همکارۍ د افغانستان پر لور خوځېدلی دی.
د مرستو په دې چوپه کې خوراکي توکي، خیمې، کمپلې، روغتیايي کڅوړې او نور اړین وسایل دي.
د (ایاېفایډي) مشر علي حمزه پهلوان ویلي: «افغانستان لرغونی او زموږ دوست هېواد دی او کله چې پکې غمیزه رامنځته شي، موږ یې په ژوره توګه احساس کوو. نن مو ۹۲۲ ټنه بشردوستانه مرسته د دغه هېواد د حکومت او ملت په ښه نیت سره واستوله.»
د دې جوپې په رسېدو سره، د «د مهربانۍ اورګاډي» پروژې له لارې افغانستان ته استول شوې مرستې له ۱۰ زرو ټنو واوښتې.
افغانستان ته د یادې پروژې لومړی اورګاډی د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې رسیدلی و.





