۸صبح، کابل: په هرات کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې د افغانستان څه باندې ۳۱ ټنه زعفران نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.
نوموړي بنسټ چهارشنبه د لړم پر ۲۷مه خبر ورکړی چې د روان کال په اوو میاشتو کې د ۴۸ میلیونو ډالرو په ارزښت زعفران صادر شوي دي.
دا شمېرې په هرات کې د زعفرانو د یوولسمې جشنوارې د جوړېدو پر مهال اعلان شوې دي.
د هېواد د زعفرانو اتحادیې مسوولانو اټکل کړی چې سږ کال به پر شاوخوا ۱۴ زره هکټاره ځمکه زعفران وکرل شي.
د هغوی په خبره، تمه ده چې سږ کال د زعفرانو حاصلات له ۵۰ تر ۷۰ ټنو پورې ورسېږي.






