د ایران سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی چې د امریکا او اسراییلو د جګړې پر مهال څه باندې اووه زره ایرانیان د کنډوالو لاندې خاورو څخه ژغورل شوي دي.
د ایران سرې میاشتې یکشنبه د اګست پر ۳۰مه راپور ورکړی چې دا کسان یې د فبرورۍ له ۲۸مې د جګړې له پيلېدو وروسته ژغورلي دي.
د ایران د سرې میاشتې مشر ویلي چې ژغورونکو په سختو شرایطو کې ان د هوايي بریدونو پر مهال هم، د ژغورنې عملیات روان ساتلي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د ایران سره میاشت به د هغه څه پر وړاندې چې «جنګي جنایت» او له نړیوالو بشري حقونو یې سرغړونه بللې، چوپ پاتې نه شي.
د ایران سرې میاشتې ویلي چې د بشري مرستو پر زیربناوو د شویو بریدونو اړوند شواهد یې نړیوالو حقوقي بنسټونو ته استولياو دا ټولنه به اړوندې قانوني لارې وڅاري.





