• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

پاکستان او طالبان؛ برید له هغې خوا، ګواښ له دې خوا

کیومرث صمدي کیومرث صمدي
۱۱ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۳ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791039246]
social media

social media

پر افغانستان د پاکستان هوايي بریدونه ورو ورو له استثنايي اړخه، عادي او تکرارېدنکې بڼه خپلوي. په هر برید کې ځينې کسان قرباني کېږي او کورونه ویجاړېږي. طالبان هم یوازې د ګوتڅنډنې او غبرګون ژمنې کوي؛ خو په عمل کې یې غبرګون دومره نه دی چې د «بازدارندګۍ» لامل شي. د پاکستان د پرلپسې بریدونو پر وړاندې د طالبانو دا بې‌غوري، یا لږ تر لږه نه ‌چندان جدي غبرګون، د بریدونو په څېر د پام وړ دی. بنسټيزه پوښتنه دا نه ده چې پاکستان ولې برید کوي؛ پوښتنه دا ده چې طالبان ولې، که څه هم پر افغانستان د بشپړ کنټرول ادعا کوي، د دغو بریدونو د تکرار پر وړاندې محدود او محتاطانه غبرګون ښيي؟

هو، طالبان پام وړ پوځي ځواک لري او پر خاوره یې کنټرول هم ساتلی؛ خو دا د هغه هېواد پر وړاندې چې پیاوړی هوايي ځواک لري، د بازدارندګۍ له وړتیا سره توپیر لري. طالبان کولی شي د کرښې په اوږدو کې نښتې وکړي، ځمکني عملیات وکړي، ځانمرګي ځواکونه رامخکې کړې او ان په ځینو مواردو کې مقابل اړخ ته د مرګ‌ژوبلې ادعا هم وکړي؛ خو د هوايي برید پر وړاندې ځمکنی ځواب د هوايي بازدارندګۍ د رامنځته کولو مانا نه لري.

دلته د طالبانو د ادعا شوې ځواکمنتیا او واقعي وړتیا ترمنځ واټن څرګندېږي. له همدې امله، خبره دا نه ده چې طالبان د جګړې وړتیا لري که نه؛ خبره دا ده چې ایا د افغانستان د واکمنو په توګه د دومره لګښت د تحمیلولو وس او اراده لري چې پاکستان له بیا بیا بریدونو راوګرځوي. د «جګړې وړتیا» او د «بازدارندګۍ وړتیا» ترمنځ همدا واټن هغه ټکی دی چې د طالبانو اوسنی وضعیت له تېره بېلوي.

بیا هم خبره یوازې پوځي کمزوري نه ده. د طالبانو لویه ستونزه د پراخ ټولنیز او سیاسي ملاتړ نشتوالی دی. طالبان نه شي کولی په ډاډ ووايي چې د پاکستان هر برید به د ټولو افغانانو له نظره پر «افغانستان» برید وي؛ ځکه دا ډله نه ده توانېدلې یا یې نه دي غوښتي چې ځان د افغان ټولنې د «مشروع استازي» په توګه تثبیت کړي. له همدې امله، ځينې د پاکستان د بریدونو پر وړاندې چوپتیا غوره کوي یا ان خوشحالېږي. بې له شکه، داسې کسان هم شته چې مخالفت کوي، خو دا مخالفت تر ډېره د اسلام‌اباد پر وړاندې د طالبانو د دریځ د ملاتړ مانا نه لري. البته، طالبانو هڅه کړې چې د پاکستان له بریدونو په ګټنې ځان د «ځمکنۍ بشپړتیا» د دفاع اتل او د «بهرني تېري» قرباني وښيي او د «ملي حاکمیت» پر محور د ټولنې یوه برخه راټوله کړي؛ خو بیا یې هم هڅه ناکامه شوې او چندان بریالي نه ښکاري. داسې برېښي چې طالبان اوس دې پایلې ته رسېدلي چې د پاکستان هر ګوزار ورته پر «سیاسي پانګې» نه بدلېږي.

بل اړخ بیا په نړیواله کچه د طالبانو یوازیتوب او انزوا ده. تر اوسه له هند پرته هېڅ هېواد پر افغانستان د پاکستان پرلپسې مرګوني بریدونه نه دي غندلي. ان ملګرو ملتونو هم چوپتیا غوره کړې ده. که څه هم د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه یې اندېښنه ښودلې، خو د ملکي تلفاتو په اړه د اندېښنې څرګندولو یا د جګړې له پراخېدو سره د مخالفت او د طالبانو تر څنګ درېدو ترمنځ لوی واټن شته. ان که هند له پاکستان سره د دوښمنۍ له امله د اسلام‌اباد بریدونه غندي، دا له طالبانو د ملاتړ په مانا نه شي تعبیرېدای. له همدې امله، طالبان نه شي کولی پر پاکستان هر ډول نیوکه خپله ډیپلوماتیکې بریا وشماري.

اصلي خبره دا ده چې تر اوسه طالبان نه دي توانېدلي د پاکستان پر وړاندې یوه اغېزمنه او پراخ بنسټه سیمه‌ییزه ډیپلوماتیکه جبهه رامنځته کړي؛ داسې چې وکړای شي اسلام‌اباد له پام وړ سیاسي لګښت سره مخ کړي. ولې داسې ده؟ د دې پوښتنې د ځواب یوه برخه دې په کور دننه د طالبانو په تګلارو کې ولټول شي. طالبان له نړیوالې ټولنې غواړي چې نظام یې په رسمیت وپېژني او همدارنګه پر افغانستان د پاکستان د بریدونو مخه ونیسي؛ خو هممهاله د نړیوالې ټولنې ګڼو بنسټيزو غوښتنو لکه د یوه ټولګډوني حکومت جوړېدو، د ښځو بنسټیزو حقونو ته پاملرنه او پراخو ټولنیزو محدودیتونو له لرې کولو سره انعطاف نه ښيي.

پر دغه بنسټ بیا ویل کېدای شي، هغه حکومت چې په کور دننه د سیاسي مشارکت کړۍ محدوده ساتي او د نړیوالې ټولنې له ګڼو غوښتنو سره مخالفت ښيي، کله چې له یوه بهرني ځواک سره مخامخېږي، د پراخ سیاسي ایتلاف په جوړولو کې به یې وړتیا کمه وي.

دا هماغه څه دي چې د طالبانو یوازیتوب او انزوا څرګندوي. د طالبانو انزوا یوازې دا نه ده چې څو هېوادونه ورسره سره بشپړې ډیپلوماتیکې اړیکې نه لري. انزوا هغه مهال لا بربنډېږي چې یو حکومت په کور دننه ونه توانېږي ټولې سیاسي – ټولنیزې ډلې له ځان سره یو ځای کړي، په سیمه کې ځانته د همکارانو پایداره شبکه جوړه کړي، په نړیواله کچه له اغېزمنې اجماع برخمن شي او په پوځي ډګر کې هم د ګاونډي هېواد د فشار پر وړاندې د خپلې کچې مناسبه بازدارندګي رامنځته کړي.

نور څه وشي چې طالبان په خود راشي؟ کله چې یو ګاونډی توانېږي پرلپسې د افغانستان خاوره په نښه کړي؛ کله چې طالبان د دغه ګاونډي هېواد پر وړاندې مجبورېږي خپل غبرګون محدود کړي؛ کله چې په کور دننه د پاکستان د بریدونو د غندنې په اړه پراخه اجماع نه لیدل کېږي؛ کله چې ان د پاکستان د بریدونو پر وړاندې د ډېرو هېوادوالو ترمنځ د طالبانو ضد غبرګونونه هم لیدل کېږي؛ او کله چې په نړیواله کچه هم شته غبرګونونه تر ډېره د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه د اندېښنې، زغم غوښتنې او کړکېچ د کمولو هڅو تر کچې محدود وي، نو د انزوا د ژورتیا د درک لپاره تر دې روښانه بله کومه نښه پکار ده؟

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

طالبانو په بدخشان کې د تحریر ګوند ۴۵ غړي نیولي
خبرونه

په بدخشان کې د موټر چپه کېدو په پېښه کې څلورو کسانو ژوند بایللی

۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792937331]
بي‌بي‌سي: پاکستان د افغان سوداګرو سلګونه کانتینره مال لیلاموي
خبرونه

بي‌بي‌سي: پاکستان د افغان سوداګرو سلګونه کانتینره مال لیلاموي

۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792936925]
روسیې د اوکرایین په ختیځ کې د دوو سیمو د نیولو ادعا کړې
بهرني خبرونه

ټاس: په ۲۰۲۷ کال کې به د اوکرایین پوځي لګښتونه په ورځ کې ۴۷۳ میلیونو ډالرو ته ورسېږي

۳ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792936386]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.