۸صبح، کابل: پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پاکستان له افغانستان سره د خپلو بشردوستانه مرستو په دوام دا ځل له دغه هېواد سره د درملو مرسته کوي.
دې ورځپاڼې د یکشنبې پر ورځ د لیندۍ پر څوارلسمه د پاکستان د صنعتي سرچینو په حواله ویلي، چې دې هېواد له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د پیاوړتیا په موخه، چې اوس د روغتیايي او صحي ننګونو سره مخ دی، د وړیا درملو د لېږد بهیر پیل کړی دی.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې د ۲۵ میلیونه کلدارو په ارزښت لومړنۍ جوپه درمل له کراچۍ څخه دغه هېواد ته استول شوې ده. دې جوپه کې د ویروسي ناروغیو او د لویانو ترمنځ د عامو ناروغیو درمل او دغه راز د بېړنو حالاتو توکي شامل دي.
دې مرستو کې د درملو سربېره، ویلچر او نور روغتیايي توکي هم شته.
دې ورځپاڼې ویلي، له څو اوونیو وروسته به د ۱۰۰ میلیونه پاکستانیو کلدارو په ارزښت د مرستو یوه بله جوپه هم دې هېواد ته واستول شي.
دا مرستې داسې مهال کېږي، چې له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان روغتیايي نظام د پرځېدو له ګواښ سره مخ دی.
طالبانو تراوسه د دې خبر په تړاو څه ویلي نه دي.





