پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې پاکستاني پولیسو په پنجاب او شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي ۱۶ جنګیالي وژلي دي.
اېکسپرېس ټریبیون سه شنبه د اپرېل پر ۲۲مه د پنجاب د پولیسو په حواله راپور ورکړ چې په پنجاب ایالت کې د پاکستان د طالبانو د تحریک (ټي ټي پي) ۱۰ جنګیالي وژل شوي دي.
د دغه راپور له مخې، په شمالي وزیرستان کې په یوه بله نښته کې د ټي ټي پي شپږ جنګیالي وژل شوي دي.
د پنجاب پولیسو ویلي چې د دغه ایالت په غرونو کې له ۲۰ تر ۳۰ ترهګرو د حضور راپور ورکړل شوی و.
د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز د ایالتي پولیسو ستاینه کړې او دغه اقدام یې ترهګرو ته یو څرګند ځواب بللی دی.
د پاکستان د طالبانو تحریک تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
که څه هم د ټي ټي پي ډېری بریدونه په خیبر پښتونخوا ایالت کې ترسره کیږي، خو دا ډله کله ناکله د دغه هېواد په نورو ایالتونو کې هم د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې عملیات ترسره کوي.





