د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ د مکې تړون یو «دفاعي ایتلاف» دی او دا مهال یې د پراخولو لپاره هېڅ پلان نه شته.
الجزیرې پنجشنبه د سپټمبر پر ۱۰مه راپور ورکړی چې دا څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبري ناسته کې شوې دي.
په ناسته کې د دغه تړون په چوکاټ کې د اسلاماباد د ژمنو د عملي کولو د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل شوي دي.
دا څرګندونې پر سعودي د حوثیانو له برید وروسته شوې او د دغه تړون له مخې د پاکستان د ژمنو او د سعودي پر وړاندې د امنیتي ګواښونو په اړه یې پوښتنې راپورته کړې دي.
د مکې تړون تېره میاشت د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ لاسلیک شو چې د درېیو هېوادونو ترمنځ پر دفاعي او امنیتي همکاریو تمرکز لري.





