• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له بورسیې تر ایستلو؛ پاکستان د روغتیا برخې نږدې زر افغان محصلان افغانستان ته ستنوي

نیما نیما
۱۸ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1788895815]
Exclusive

Exclusive

پاکستاني حکومت د دغه هېواد طبي پوهنتونونو ته لارښوونه کړې چې سملاسي افغان محصلان له پوهنتونونو وباسي. د پاکستان حکومت په رسمي لیکونو کې ځينو هغو افغان محصلانو ته چې د روغتیا په برخه کې له لومړي تر پنځم کال پورې زده‌کړې کوي، یوازې ۲۴ ساعته وخت ورکړل شوی چې د دغه هېواد خاوره پرېږدي. په یوه بل مکتوب کې هم ټینګار شوی چې دا چاره د خورا لوړې کچې ارزښت او د پاکستان له «ملي پالیسۍ» سره تړاو لري. ورته مهال په پاکستان کې ځينې افغان محصلان چې د طب په برخه کې زده‌کړې کوي، وايي چې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د زده‌کړو په بېلابېلو پړاوونو کې بوخت دي او د پاکستاني حکومت د بورسیو له لارې دغه هېواد ته تللي؛ خو اوس افغانستان ته د جبري او ډله‌ییزو ایستلو له ګواښ سره مخ دي. دغو محصلانو له پاکستاني حکومته غوښتي چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اختلافات دې د هغوی د زده‌کړو د دوام مخه نه نیسي. د هغوی په خبره، له طالبانو او د دې ډلې له تګلارو سره هېڅ تړاو نه لري او له پاکستانه غواړي چې پر دې پرېکړې بیا کتنه وکړي.

د پاکستان د تحصیلي بنسټونو په صادرو شویو رسمي لیکونو کې ځینو محصلانو ته ان ۲۴ ساعته وخت ورکړل شوی چې د دغه هېواد خاوره پرېږدي. یو مکتوب کې چې د فاطمه جناح د طبي علومو پوهنتون (Fatima Jinnah Medical University) له خوا صادر شوی، د ۲۱ افغان محصلانو نومونه پکې دي چې د دغه پوهنتون د طب په برخه کې له لومړي تر پنځم کال پورې پر زده‌کړو بوخت دي.

دا لیک د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PM&DC) د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر د لومړۍ نېټې پر مکتوب استناد کوي او مسوولانو ته یې لارښوونه کړې چې د دغو محصلانو د ترخیص او اړوندو اداري چارو ټول پړاوونه د پوهنتون د رییس د دفتر له لارې، په ۲۴ ساعتونو کې بشپړ کړي. د لیک په پای کې د دغې لارښوونې پر سملاسي او کره پلي کېدو ټينګار شوی دی.

په یوه بل لیک کې چې د لاهور د روغتیايي علومو پوهنتون له خوا د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پر ۷مه صادر شوی، د روغتیايي او غاښونو د طبي بنسټونو له مسوولانو غوښتل شوي چې په دغو بنسټونو کې د افغانانو د وضعیت په اړه د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PM&DC) لارښوونې عملي کړي. دا لیک «په روغتیايي او د غاښونو په طبي بنسټونو کې د ثبت شویو افغانانو د وضعیت په اړه د لارښوونو بیا تکرار» تر سرلیک لاندې صادر شوی او د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د ۲۰۲۶ کال د جولای د ۳۱مې او سپټمبر د لومړۍ نېټې پر دوو مکتوبونو استناد شوی دی.

د دغه لیک له مخې، تر بلې لارښوونې پورې د روان تحصیلي کال لپاره د افغانانو هېڅ ډول منل، ځای پر ځای کول، انتقال، تحصیلي مهاجرت یا نورې اسانتیاوې جواز نه لري. په لیک کې ټینګار شوی چې هغه افغانان چې له مخکې په پاکستان کې د روغتیا یا غاښونو د طب په پروګرامونو کې ثبت شوي، د نافذه لارښوونو له مخې اړ دي افغانستان ته ستانه شي. همدارنګه له اړوندو بنسټونو غوښتل شوي چې ټولې اړینې اداري چارې، د نه‌ممانعت سند (NOC) صادرول او د دغو محصلانو د وتلو لپاره د اړینو اسانتیاوو برابرول بشپړ کړي.

د لاهور د روغتیايي علومو پوهنتون له اړوندو بنسټونو غوښتي چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د لارښوونو له عملي کولو وروسته، د شویو اقداماتو بشپړ راپور له ټولو جزییاتو سره دغه پوهنتون ته ولېږي څو د شته تګلارو پر بنسټ د راتلونکو ګامونو په اړه پرېکړه وشي. په دغه لیک کې ټینګار شوی چې دا موضوع د خورا لوړې کچې ارزښت او د پاکستان له «ملي پالیسۍ» سره تړاو لري. له همدې امله، له اړوندو بنسټونو غوښتل شوي چې د دغې لارښوونې د عملي کېدو راپور د لیک له صادرېدو وروسته په ۲۴ ساعتونو کې هم د پوسټ او هم د برېښنالیک له لارې، د لاهور د روغتیايي علومو پوهنتون ته واستوي.

ورته مهال ځينو افغان محصلانو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د علامه محمد اقبال بورس له لارې چې د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمېسیون (HEC) له خوا اداره کېږي، د دغه هېواد په پوهنتونونو کې منل شوي دي. هغوی وايي چې اوس د نجونو او هلکانو په ګډون نږدې زر افغان محصلان د پاکستان په بېلابېلو برخو کې پر زده‌کړو بوخت دي. دا محصلان ټینګار کوي چې ډېری یې د خپلو زده‌کړو په وروستي کال کې دي او د وروستیو ازموینو او فراغت تر وخته یې یوازې څو میاشتې پاتې دي.

دا محصلان وايي چې له اندېښمنونکي او ناڅرګند برخلیک سره مخ دي. د هغوی په خبره، د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PM&DC) وروستۍ لارښوونې چې طبي بنسټونو او اړوندو پوهنتونونو ته استول شوې دي، د دې لامل شوې چې افغان محصلانو ته امر وشي له تحصیلي بنسټونه ووځي او افغانستان ته لاړ شي؛ بې له دې چې پام وشي، د خپلو زده‌کړو په کوم کال کې دي. د هغوی په خبره، دا پرېکړه هغه محصلان هم رانغاړي چې تازه یې زده‌کړې پیل کړې، هغوی چې د زده‌کړې یې په منځني پړاو کې دي او مهمه دا چې هغه محصلان چې د روغتیايي زده‌کړو د بشپړېدو او فراغت تر مهاله یې یوازې څو میاشتې پاتې دي.

دا محصلان زیاتوي چې دا وضعیت ډېرو ته، په ځانګړې توګه د نجونو لپاره دردونکی او ویجاړوونکی دی؛ ځکه هغوی د پاکستان په طبي پوهنځیو کې تر منل کېدو مخکې، د داسې شرایطو له امله چې له وسه یې پورته و، څو کاله له زده‌کړو بې‌برخې پاتې و. ځينې نور یې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې پر طبي زده‌کړو بوخت و، خو وروسته د زده‌کړو د دوام لپاره چې پرېښودو ته یې اړ شوي و، د پاکستان په ښوونیزو بنسټونو کې ومنل شول.

محصلان ټینګار کوي چې په جبري توګه دا ایستل یوازې د پوهنځي یا لیلیې پرېښودلو مانا نه لري، بلکې د کلونو زده‌کړو، مالي پانګونې، کاري فرصتونو او د ډاکټرانو او غاښونو د ډاکټرانو په توګه د یوازینۍ عملي لارې د له لاسه ورکولو مانا هم لري.

د هغوی په خبره، د پاکستان هغه خبرداری چې باید په راتلونکو څو ورځو کې سملاسي دا هېواد پرېږدي، ډېری محصلان په ځانګړې توګه نجونې، د استوګنې، امنیت، زده‌کړو او راتلونکي په اړه له ژورې بې‌باورۍ او ناڅرګند برخلیک سره مخ کړې دي. هغوی څرګنده کړې، هغه څه چې وضعیت یې ناوړه کړی، محصلان د سپیناوي یا لاسنیوي لپاره د ورتګ کومه ځانګړې مرجع نه لري.

دا محصلان وايي چې په اسلام‌اباد کې یې د طالبانو له سفارت او په پاکستان کې له نورو مسوولو بنسټونو سره اړیکه نیولې او د همکارۍ غوښتنه یې کړې؛ خو د هغوی په وینا، دغو بنسټونو ویلي چې خبره یې له واکه بهر ده یا د بل چارواکي مسوولیت دی. د هغوی په خبره، دې پرېکړې نږدې زر محصلان له داسې ناڅرګند وضعیت سره مخ کړي چې نه د اعتراض څه په واک کې لري یا د دې پرېکړې د بیاکتنې لپاره کوم ځانګړی میکانېزم شته او نه هم ډاډ ورکړل شوی چې هغوی به خپلې زده‌کړې بشپړې او هغه اسناد ترلاسه کړي چې پر بنسټ یې په رسمي ډول منل شوي او مالي ملاتړ یې ترلاسه کړی و.

محصلانو له پاکستاني حکومته غوښتي چې د خبرو او ستونزو اورېدو وخت ورکړي او اجازه ور نه کړي چې د هغو تګلارو قرباني شي چې نه یوازې پکې ونډه نه لري، بلکې هغوی یې هم له پایلو زیانمن شوي دي. هغوی د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې وښيي چې پر کوم قانوني بنسټ محصلان اړ ایستل شوي څو له زده‌کړو لاس واخلي او ولې هغه محصلان چې د فراغت تر مهاله یې یوازې څو میاشتې پاتې دي، د تازه منل شویو محصلانو په څېر له دې پرېکړې سره مخ شوي دي؟

دغو محصلانو پوښتنه کړې چې که افغانستان ته ستانه کړای شي، څنګه به وکړای شي خپلو طبي زده‌کړو ته په خوندي او عملي توګه دوام ورکړي او له څه ډول خطرناکو پایلو سره به مخ شي. هغوی پوښتلي چې ولې د لیلیو د خالي کولو لپاره کم وخت ورکړل شوی او ولې ان د خپلو کتابونو او شخصي وسایلو د راټولولو فرصت ورته په پام کې نه دی نیول شوی. هغوی ټینګار کړی چې د روڼتیا، عادلانه چلند او یوې انساني حل‌لارې غوښتونکي دي، څو هغه محصلان چې د ژوند کلونه یې د روغتیايي زده‌کړو لپاره لګولي، وکړای شي خپلې زده‌کړې بشپړې او تحصیلي اسناد ترلاسه کړي.

یوه افغانه محصله چې د پاکستاني حکومت د رسمي بورس له لارې په دغه هېواد کې د روغتیا په برخه کې زده‌کړې کوي، وايي چې څلور کاله د هغه بورس د ترلاسي په تمه وه چې پاکستاني حکومت ورسره ژمنه کړې وه؛ خو اوس نه پوهېږي چې ولې باید له دومره ډېرو کړاوونو او ستونزو تر تېرولو وروسته، بیا هغه «تور دوزخ» ته ستنه کړل شي چې طالبانو ورته جوړ کړی دی.

دا محصله وايي: «موږ له طالبانو او له تګلارو سره یې هېڅ ډول تړاو نه لرو او له پاکستانه غواړو چې موږ یې د تګلارو قرباني نه کړي. موږ خپله د طالبانو د تګلارو قربانیانې یو او دا پرېکړه راته ډېره دردونکې او ویجاړوونکې ده. هیله لرو چې پاکستان پر دې پرېکړې بیا کتنه وکړي.»

یوه بله محصله چې نه غواړي نوم یې خپور شي، وايي: «موږ هغه نجونې چې له څلورو کالو وروسته مو پر مخ تازه د هیلې یوه دروازه پرانیستل شوه، اوس لیدل کېږي چې په یوه شپه کې به هېرې او له پامه وغورځول شو او هغه هېواد ته به بېرته ستنې کړل شو چې ان تر راتلونکو سلو کالو پورې هم پکې د هېڅ هیلې څرک نه ګورو؛ داسې ځای ته چې له ښځو او نجونو سره د مریانو په څېر چلند کېږي او هغوی اړې دي چې تر پایه بې‌سواده پاتې شي او واده ته غاړه کېږدي.» د نوموړې په خبره، د نجونو په ګډون ټول محصلان له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او اړوندو پوهنتونونو هم ورته ویلي چې دا پرېکړه یې له واکه بهر او سیاسي ده.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د ګوټرېش راپور؛ بشري ناورین لاپسې زیات شوی او  د طالبانو ځپونکي تګلاره لا سخته شوې
بهرني خبرونه

ګوتېرېش د څه باندې ۱۰۰ کډوالو تر ډوبېدو وروسته د کډوالۍ لپاره د خوندي لارو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791831090]
ټرمپ د امریکا د مشرانو جرګې له خوا د جګړې د صلاحیتونو د پرېکړه لیک تصویب «بې‌وخته او بې‌مانا» وباله
بهرني خبرونه

ټرمپ له روسیې سره د ډیزلو تېلو د برابرولو هوکړه «سم انتخاب» بللی

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791826700]
په پروان کې د ۱۳ کارګرو نیول؛ له ۲۶ ورځو راهیسې یې د برخلیک په اړه معلومات نه شته
خبرونه

په پروان کې د ۱۳ کارګرو نیول؛ له ۲۶ ورځو راهیسې یې د برخلیک په اړه معلومات نه شته

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791823939]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د هند نوموتی فلمي لوبغاړی نانا پاټیکر په ۷۵ کلنۍ کې مړ شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.