د پاکستان او طالبانو تر منځ وروستۍ زرګري جګړه د سیمې د اوږدې سیاسي دوکې، مذهبي سوداګرۍ او نیابتي جګړو هغه پټه څېره بربنډه کړه، چې دواړو خواوو په شریکه پټه ساتلې وه. دا جګړه نه د عقیدې ده، نه د غیرت؛ بلکې د سیاست، واک او بقا د وسوسو جګړه ده. د پردیو استخباراتو، د مذهبي تعبیرونو تحریف او د ولسونو د بېوسۍ ګډه مجموعه، له دې جګړې داسې اور جوړ کړی چې د سیمې د هر ولس لمنې به وسوځوي.
طالبانو، چې د «اسلامي نظام» تر شعار لاندې یې په دوه لسیزو کې د وحشت، تعصب او استبداد پر مټ زموږ وطن برمته او اشغال کړ، نن یې له کابل نه د جنایت یوه مدرسه او له افغانستانه د ترهګرو یوه منظمه ځاله جوړه کړې. دا نظام د ملت پر ضد ولاړ دی؛ د عقل، علم او اخلاقو هره نښه یې ځپلې، او وطن یې د هر سیال او ناسیال د ګذار لپاره لکه نخښه په منګولو کې ګیروګان نیولی دی.
طالب؛ قرباني، که د پاکستاني طالبانو استازی؟
کله چې طالبانو پروسږ کال د پاکستان دولت او تحریک طالبان پاکستان تر منځ د منځګړتوب ټټر وډباوه، او خبرې په کابل کې وشوې، نړۍ ته یو څرګند پیغام مخابره شو: موږ کنټرول لرو، موږ یې کوربه یو، او دا هر څه زموږ له ارادې پرته نه کېږي. هماغه منځګړتوب چې یو وخت د سولې په نوم وړاندې شو، نن د بېباورۍ، شخړې او بمبارۍ په بڼه راګرځېدلی دی.
دا پېښه یوازې د یوې شخړې نښه نه وه، بلکې د هغه پټ تړاو څرګندونه وه چې د افغانستان خاوره د سیمې د ستراتیژیک عمق د مفکورې برخه ګرځوي. د دې سیاست تر شا د راولپینډۍ زړې محاسبې پرتې دي: افغانستان باید د نفوذ سیمه وي، نه د خپلواک ارادې خاوره. خو دا لوبه اوس د پاکستان پر خپله سینه اور شوې، ځکه هماغه ځواک چې د جګړې د دوام لپاره روزل شوی و، نن د هغه د امنیتي هویت پر ضد ولاړ دی.
پوښتنې چې لا بېځوابه دي
خو د دې جګړې تر شا لا نورې ژورې پوښتنې هم پرتې دي: د القاعده، داعش او لسګونو نورو توندلارو ډلو پټنځایونه زموږ په خاوره څه کوي؟ د اسامه بن لادن او ایمن الظواهري پاتې عیال څه غواړي په افغانستان کې؟ او ظواهري ولې دلته، د کابل په زړه کې، د ډرون برید په وسیله ووژل شو؟ دا ټولې پوښتنې د پاکستان داعیه په ظاهري ډول مشروعه ګرځوي – هغه داعیه چې ځان د تروریزم پر وړاندې «قانوني مدافع» بولي.
هو، پاکستان تجاوز کوي، بمبارۍ کوي، او د غرور له درکه بدماشي هم کوي؛ خو پوښتنه دا ده: ولې؟
ځواب ساده نه دی، خو روښانه دی. طالبان په ظاهره د افغانستان واکمنان دي، خو په عمل کې د ترهګرۍ د میراث ساتونکي دي. د دوی تر واک لاندې د افراطیت ریښې نه دي پرې شوې، بلکې لا ژورې شوې دي. القاعده، تحریک طالبان پاکستان، او د سیمې نورې توندلارې ډلې د طالبانو له سیوري پرته نه شي ژوندی پاتې کېدای.
د سیمې توازن او نړیوال دریځ
په سیمهییزه کچه، دا جنجال یوازې د طالبانو ډلې او پاکستاني جمهوریت تر منځ نه دی؛ دا د بیجینګ، تهران، مسکو او واشنګټن د متضادو ګټو میدان هم دی. هر یو له دې کړکېچه خپله محاسبه لري: چین د امنیتي ثبات غوښتونکی دی، ایران د مذهبي نفوذ لټه کوي، او لوېدیځ د ترهګرۍ د بیا احیا وېره لري. افغانستان بیا د دې ټولو دسیسو منځ کې بېاختیاره قرباني پاتې شوی.
دا چې پاکستان پخپله د همدې لوبې جوړونکی اوس د خپل پخواني شاګرد له لاسه د زخم احساس کوي. هغه زخم چې نه په بمباریو رغېږي، نه په تبلیغاتي شعارونو. دا زخم په افغانستان کې د جګړې، بېثباتۍ او بېوسۍ په ناسور بدل شوی، او زموږ د ملت د رواني ټپ تازه یادونه کوي.
په پای کې دا یو بېپردې حقیقت باید ومنو:
طالب نه د سولې استازی دی، نه د اسلام مترجم. هغه د یوې سیاسي ډرامې پاته لوبغاړی دی، چې خپل وطن یې د پردیو د سناریو په منګولو کې ایسار کړی. او تر هغه چې دا ملت د وجدان، شعور او ملي خپلواکۍ پر بنسټ راویښ نه شي، د پاکستان بمونه او د طالبانو شعارونه به دواړه د یوې واحدې غمیزې دوه څېرې پاتې وي – د هغې غمیزې چې نوم یې “افغانستان” دی.





