• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

پر افغان صادراتو د پاکستان لوړه تعرفه؛ سوداګر: پاکستان دې خپله پرېکړه بېرته واخلي کنې تش لاس به پاتې شي

۸صبح، کندهار ۸صبح، کندهار
۱۷ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1723018054]

څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې له دې وروسته به د افغانستان پر تازه مېوې تعرفې دوه برابره لوړې کړي. ورسره جوخت د افغانستان د سوداګرۍ خونې خبر ورکړ چې د پاکستان له خوا د افغانستان پر تازه مېوې ۱۰ برابره تعرفې لوړې کړي دي.

د کندهار په سوداګرۍ خونې کې یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې وويل چې د دغې خونې د مشر په ګډون ګڼ شمېر سوداګرو خپلې ستونزې په دغه ولایت کې د پاکستان له قونسلګرۍ سره د يوې ناستي پرمهال شريکي کړې او ترې غوښتنه یې وکړه چې دې ستونزې ته دې جدي پاملرنه وشي؛ خو په وينا يې، د پاکستان د قونسلګرۍ له خوا ورته ويل شوي چې د پاکستان حکومت دا پرېکړه د دغه هېواد د اقتصادي وضعيت د خرابېدو له کبله کړې او دوی یې د لېرې کېدو صلاحیت نه لري.

دافغانستان ډېر توکي د پاکستان له لارې نورو بهرنيو هېوادونو ته صادرېږي او د افغانستان د تازه مېوې مارکېټ ډيره برخه په دغه هېواد کې ده. د کندهار د سوداګرۍ په خونه کې يوه سرچينه وايي چې سږکال د نورو کلونو  په څېر د پاکستان له خوا پر افغان محصولات تعرفې زياتي شوي؛ خو زیاتوي چې سږکال دا تعرفې دومره  لوړې شوي چې په تېرو کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

سرچينه وايي چې په تېرو کلونو کې به دافغانستان د تازه میوې رسيدو پرمهال څه اندازه تعرفې لوړېدې؛ خو سږکال زياتې لوړې شوي چې له کبله يې سوداګر او کروندګر زيانمن کړي دي. سرچينه وايي: «سږکال د پاکستان له خوا پر افغان صادراتو مالي او  تعرفي دومره زياتي شوي چې په تېرو کلونو کې یې موږ بېلګه نه لرله. د افغانستان د تازه میوې مارکېټ پاکستان دی او د اوس لپاره موږ پرېکړه کړې چې پاکستان ته خپل صادرات بند کړو.»

په کندهار ولايت کې د تازه ميوې يو سوداګر غلام‌ولي پوپل هم د پاکستان له خوا پر افغان محصولاتو لوړې تعرفې انديښمن کړی او په خبره يې، د دغه هېواد له خوا د تعرفې لوړېدل به سوداګر، باغ لرونکي او  کروندګر سخته زيانمن کړي.

دی وايي، که څه هم اوس پرېکړه شوې چې پاکستان هېواد ته د افغانستان تازه ميوې صادري نه شي؛ خو زیاتوي، افغان سوداګر اړ دي چې خپل مالونه پاکستان هېواد ته په هره قيمت چې وي ولېږدوي، ځکه په وینا يې، که دا محصولات تر ټاکلې مودې زيات په ګدامونو کې وساتل شي خوسا کېږي او دوی نور هم  له زيان سره مخ کوي.

هغه وايي: «د پاکستان دا تازه پرېکړه چې شوې ده نه يوازې موږ سوداګرو ته زیان رسوي؛ بلکي ټول کروندګر او بڼوال هم راسره زيان ويني. اوس مهال زموږ د انارو حاصلات رسېږي بیا هم موږ بل ځای نه لرو او اړ يو چې پاکستان ته يې ولېږدوو. دلته که وساتل شي د نورو کلونو  په څېر به خوسا شي، باید د دې مهمي ستونزې لپاره يوه حل لاره پیدا شي.»

د ۸صبح ورځپاڼې د سیمه‌ییزو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، اوس مهال د پاکستان له خوا د افغانستان پر ۱۲ قلمه تازه ميوو تعرفې لوړې شوې دي.

په کندهار کې د حبیب‌الله په نوم یو کروندګر چې د انارو باغ لري، د پاکستان حکومت د دې پریکړې له امله اندیښمن دی. هغه وایي، که پاکستان خپله پرېکړه بدله نه کړي، له خپل باغ څخه د تېر کال په څېر ترلاسه کیدونکې ګټه به یې په اوبو لاهو شي او وېره لري چې تش لاس به پاتې شي.

دی وايي: «زموږ ټول عاید د دغه باغونو څخه ترلاسه کېږي، خو هر کال د پاکستان له خوا یوه ستونزه جوړېږي. کله چې موږ مېوه ورسیږي، یا د دوی له خوا لارې وتړل شي، یا هم تعرفې لوړې شي. زما کورنۍ ټول د انارو حاصلاتو ته ناست دی چې یوه ګوله ډوډۍ ورڅخه پیدا کړو، خو که ستونزه حل نه شي، سوداګر زموږ مېوه په نیمایي هم نه اخلي، بله لاره موږ نه لرو.»

د سرچینو د معلوماتو له مخې، پاکستان سږکال د نورو کلونو په پرتله په زیاتو افغاني مېوو تعرفه لوړه کړې ده. دا ځکه چې تېر ژمي کې طالبانو د پاکستان پر هغو مېوو تعرفه لوړه کړې چې افغانستان ته راوړل کېدل.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مسوولینو په وینا، د پاکستان له خوا اوسنی پرېکړه د افغانستان او پاکستان دواړو هېوادونو په زیان ده. کمزوری مدیریت او د سوداګرۍ په برخه کې سیاسي ګټې په نظر کې نیول، هغه عوامل دي چې افغان سوداګر او کروندګر یې له زیان سره مخ کړي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

پکتیا او لوګر کې د رومي بانجانو پریمانه حاصلات؛ بزګران: د سړو خونو نشتوالی جدي ننګونه ده
ځانګړي

پکتیا او لوګر کې د رومي بانجانو پریمانه حاصلات؛ بزګران: د سړو خونو نشتوالی جدي ننګونه ده

۲۹ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1729416753]
خبرونه

طالبان: پاکستان، هند او تاجکستان ته صادرات یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي

۱۵ لړم/عقرب ۱۴۰۱ - ۶ نومبر ۲۰۲۲ [t_time:1667738048]
ځانګړي

د جمهوري نظام په سقوط سره د قره قُل پوستکو تجارت له ځوړتیا سره مخ شوی

۲۴ وری/حمل ۱۴۰۱ - ۱۳ اپرېل ۲۰۲۲ [t_time:1649833512]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ناروې د کډوالو شورا: زلزله‌ځپلو سیمو ته ژغورن‌ډلې لېږل شوې دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • اوچا: په ۲۰۲۳ کال کې به مرستندویه ادارې د افغانستان پر هغو سیمو تمرکز وکړي چې لږ پام ورته شوی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.