طالبان: پاکستان، هند او تاجکستان ته صادرات یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي

۸صبح، کابل: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ګاونډیو هېوادونو ته د صادراتو له زیاتېدو خبر ورکړی دی، خو د افغانستان د وارداتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

د طالبانو د رسنیو مرکز سرپرست انعام‌الله سمنګاني یکشنبه د لړم پر ۱۵ د دې ډلې د سوداګرۍ وزارت له قوله ویلي، چې سږ کال پاکستان، هند او تاجکستان ته د صادراتو کچه یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.

هغه بیا له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته د وارداتو د کچې په اړه څه نه دي ویلي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې پاکستانو هند او تاجکستان ته د صادراتو ارزښت په ترتیب سره ۷۴۳ میلیون ډالر، ۲۰۷ میلیون ډالر او ۲۳ میلیون ډالر و.

په دې لړ کې، نه دي ویل شوي چې دغو هېوادونو ته په صادراتي توکو کې کوم شیان شاملېږي.

اخوا د طالبانو د مالیې وزارت وایي، چې د ۷۱.۷۹ میلیارد افغانیو په ارزښت د سږ کال د لومړیو شپږو میاشتو صادرات د تېر کال د شپږ میاشتو په پرتله ۲۱۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ویلو ده، چې د ډبرو سکاره، ترکارۍ او وچه او تازه مېوه د افغانستان صادراتي توکي تشکیلوي.

ورته لیکنې

Back to top button