• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د جمهوري نظام په سقوط سره د قره قُل پوستکو تجارت له ځوړتیا سره مخ شوی

صمیم صمیم
۲۴ وری/حمل ۱۴۰۱ - ۱۳ اپرېل ۲۰۲۲ [t_time:1649833512]

قره قُل د هغه وري نوم دی، چې ښکلی پوستکی لري. په افغانستان کې دا ډول پسونه تر ډېره د هېواد په شمال کې موجود دي. د قره قُل وری چې کله نوی وزېږي، حلالېږي او له پوستکي یې خولۍ، پوستین، پوستینچه او کوټ جوړېږي. دا پوستکي ښکلې بڼه لري او بیه یې هم په ښکلا، طرحې او رنګ پورې اړه لري. د دغو پوستکو اصلي سوداګر د فنلنډ او چین دي. د افغاني قره قُل له پوستکو، د موډ لوي شرکتونه د جامو په برابرولو کې ګټه اخلي. د قره قُل پوستکي صنعت تر ډېره د افغانستان د شمالي ولایتونو فاریاب، جوزجان، بلخ او سمنګان ولایتونو په ترکمن او ازبک قومونو کې دود دی. دا پوستکي له پستې وروسته، د افغانستان د صادراتو تر ټولو لويه سرچینه ده. په تېرو وختونو کې سوداګرو د قره قُل له صادراتو ښه عواید ترلاسه کول؛ خو اوس په هېواد کې د قره قُل صنعت له ځوړتیا سره مخ شوی دی.

په کندوز کې د قره قُل یو سوداګر نصرت الله ترکمن وایي، چې د امنیتي ستونزو او د مخیکني نظام د سقوط له امله، د دغو پوستکو سوداګر له هېواده وتلي او اوس څوک نشته چې د قره قُل پوستکي صادرات ترسره کړي. ترکمن زیاته کړه، چې هغه د تېرو کلونو په پرتله ډېر زیان کړی، ځکه نړیوالې الوتنې محدودې شوې او څوک قره قل پوستکي نه پېري.

په کندوز کې د قره قُل یوه بل سوداګر سیدجواد ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، څه دپاسه شل کاله کېږي چې د پوستکو تجارت کوي. د هغه په وینا، په تېرو وختونو کې د قره قُل پوستکو ښه بازار درلود او په بهرنیو بازارونو کې یې هم ډېر مشتریان لرل. نوموړی وايي، چې د تېر کال په پرتله د قره قُل صادرات کم شوي او د بازار د تقاضا نشتوالي له امله یې سوداګري له سقوط سره مخ کړې ده. د قره قُل دغه سوداګر وویل، چې څاروي لروونکي خپل وري نه حلالوي، ځکه بازار نه لري. د هغه په وینا، پخوا به د کندوز په بازار کې د یوه کبوچه یو پوستکی په کابو پنځه زره افغانۍ پلورل کېده؛ خو اوس د وچکالۍ، ناامنۍ او ښه اقتصاد د نشتوالي له امله په یو زر او ۵۰۰ افغانۍ هم نه پلورل کېږي.

د کندوز یو شمېر څاروي لرونکي وايي، چې د دغه ولایت او نورو ولایتونو په بازارونو کې د قره قُل پوستکو بیه ټیټه شوې او له همدې امله وري نه حلالوي. محمدهاشم چې په شېرخان بندر کې د قره قُل پوستکي د خولیو او پوستین کاروبار لري وايي، د ننه په هېواد کې هم د قره قل پوستکي کاروونکي کم شوي او دغه صنعت خپل مینه وال له لاسه ورکړي دي. د نوموړي په وینا، په تېرو کلونو کې پلور زیات و او ډېرو خلکو به قره قُل خولۍ او پوستینونه اخیستل یا به یې په بهر کې خپلو دوستانو ته لېږل؛ خو اوس په ورځو ورځو څوک ان د بیې پوښتنه يې هم نه کوي.

د قره قُل پوستکو سوداګر او صنعتکاران له طالبانو غواړي، د قره قُل د سوداګرۍ او صادراتو زمینه برابره کړي او پرېنږدي چې دا لرغونی دود له منځه لاړ شي.

په نړیوالو بازارونو کې د وري درې ډوله پوستکي پېرودونکي لري؛ کبوچه، سور او د خړو وریو پوستکي. د افغانستان د قره قُل پوستکي کیفیت په نړۍ کې کمساری دی او د دغو پوستکو ډېری پېرودونکي په بریتانیا، ډنمارک، فنلنډ او چین کې دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د طالبانو او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۲۹۸ میلیونو ډالرو واوښته
خبرونه

د ۲۰۲۶ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د طالبانو او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۲۹۸ میلیونو ډالرو واوښته

۲۶ وری/حمل ۱۴۰۵ - ۱۵ اپرېل ۲۰۲۶ [t_time:1776236515]
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندېدل؛ دواړو لورو ته د توکو بیې لوړې شوې
خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندېدل؛ دواړو لورو ته د توکو بیې لوړې شوې

۱ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1761232252]
پر افغان صادراتو د پاکستان لوړه تعرفه؛ سوداګر: پاکستان دې خپله پرېکړه بېرته واخلي کنې تش لاس به پاتې شي
ځانګړي

پر افغان صادراتو د پاکستان لوړه تعرفه؛ سوداګر: پاکستان دې خپله پرېکړه بېرته واخلي کنې تش لاس به پاتې شي

۱۷ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۷ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1723018054]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د کابل فاطمة‌الزهرا روغتون د طالبانو له لوري وتړل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.