۸صبح، کابل: د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد پولیسو ته امر کړې چې د چنګاښ له ۱۹مې وروسته، هر هغه افغان چې قانوني وېزه ونه لري، ژر تر ژره ونیسي.
ډان رسنۍ دوشنبه د چنګاښ پر ۸مه راپور ورکړی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ټولو ایالتي حکومتونو، د ځانګړو سیمو ادارو او د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو وزارت ته امر کړی چې د افغانانو د نیولو او اېستلو بهیر چټک کړي.
د راپور له مخې، په دغه لارښود کې پر دې هم ټینګار شوی چې د «هغو افغانانو د کره شمېر په تړاو چې بې له معتبرې وېزې نیول شوي، د هغوی پر وړاندې د شویو اقداماتو او د اوسني وضعیت په هکله یو مفصل راپور باید هره ورځ دغه وزارت ته وړاندې شي.»
په راپور کې راغلي چې د افغان کډوالو د اېستلو دغه پلان په لومړي ځل په ۲۰۲۳ کال کې پیل شوی و او د تېر کال په اپرېل کې بیا وغځول شو؛ هغه مهال چې د پاکستان حکومت د سلګونه زره افغانانو د استوګنې جوازونه لغوه کړل او خبرداری یې ورکړ که دغه هېواد پرېنږدي، و به نیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر بنسټ، افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د نړۍ له یو تر ټولو ژورو بشري ناورین سره مخ دی.





